شاته

د ترکي په جنوب کې زوروره زلزله، د 100 نه زیات کسان مړ‎ہ شوي

د امريکې د جيولوجېکل ادارې ترمخه نن د ګل/دوشنبې په سهار د ترکي په جنوب ختيځ کې د 7.8 شدت زلزله شوې، د 18کلوميټره ژور والي زلزلې سيمه لړزولې ده.

امریکايي ادارې ویلي، د لومړۍ زلزلې 15 دقيقې وروسته د 6.7 شدت دويمه جټکه هم شوې ده.

اې پي خبري ادارې ويلي، زلزله د ترکي او شام په پوله شوې، زورورې جټکې محسوس کړی شوي او ګڼې ودانۍ غورځېدلي دي.

ادارې په خپل يو خبر کې ویلي، په زلزله کې د 100 پورې کسان مړه شوي او د مړينو سېوا کېدو اندېښنه ده.

د ترکي چارواکو په سمدستي توګه د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو په ټولنيزو رسنيو ګڼ داسې عکسونه خپاره شوي چې و دانۍ پکې غورځېدلې پرتې دي.

اې پي ويلي، د زلزلې جټکې تر يوې دقيقې پورې روانې وې او د شام او ترکي سره په لبنان، قبرص، يونان او ارمينيا کې یې جټکې محسوس کړی شوي دي.

د ترکي صدر رجب طيب اردګان په ټويټر ویلي، د لټون او ژغورنې ټيمونه اغېزمنه سيمې ته رسېدلي دي.

ترکي د نړۍ د هغو سيمو څخه يو دی چرته چې وړاندې هم زورورې زلزلې شوي دي.

په 1999 کې په ترکي کې د 7.4 شدت زلزله کې 17000 کسان مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00