شاته

زلزلې په ترکیې او سوریې کې لسګونه تنه وژلي

په ترکیه کې چارواکي وایي چې په سیمه ایز وخت دوشنبه فبروري ۶ (سلواغې۱۷) په زلزلې کې چې د شدت اندازه یې ۷.۸ درجې ښودل شوی، د دې هیواد جنوب ختیځې برخې لړزولي دي.

چارواکو ویلي چې تر اوسه پدې زلزلې کې لږ تر لږه ۷۶ تنه مړه شوي او ۴۴۰ نور ژوبل شوي خو د مړو او ژوبلو کسانو شمیر ښایي نور هم لوړ شي ځکه چې د ژغورنې او لټون عمله لا هم ځینو ځپل شویو سیمو ته نده رسیدلې.

چارواکو همدرانګه ویلي چې په زلزلې کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم رسیدلي خو پدې هکله یې نور معلومات ندي ورکړي.

ترکیه په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی چې ډیرې زلزلې پکې کیږي.

یوې زلزلې په ۱۹۹۹ کال کې چې شدت یې ۷.۴ درجې ښودل شوی و، د دې هیواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۷ زره کسان ووژل او د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په میاشت کې یوې بلې زلزلې چې شدت یې ۷.۰ درجې و، د آجین بحیره یې ولړزوله او ۱۱۶ تنه یې ووژل او څه باندې ۱۰۰۰ نور یې ژوبل کړل.

ها خوا په سوریه کې هم دولتي مطبوعاتو راپور ورکړی چې په عین شدت زلزلې کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شویدي.

د سوریې دولتي خبري اژاسن سنعا په راپور کې ویل شوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ګڼ شمیر ودانۍ نسکورې شوي.

په راپور کې همدرانګه د ۲۰۰ کسانو د ژوبلیدو خبر ورکړل شوی خو د عامې روغتیا د وزارت چارواکو ویلي چې دا ارقام ابتدایي دي او ښایي چې نور هم لوړ شي.