شاته

امریکا د چین نسکور شوي بالون ټوټې لټوي خو چین د کړکیچ کمیدل غواړي

د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه فبروري ۵ (سلواغې۱۶) ویلي چې د چین د جاسوسۍ بالون ټوټې په سمندر کې لټوي چې یوه ورځ وړاندې یې وویشت او نسکور یې کړ.

پوځ ویلي چې بحري ځواکونه کوښښ کوي هغه شیان په سمندر کې پیدا کړي چې په بالون کې باور و او د ویشتل کیدو پر وخت په سمندر کې لویدلي.

د شمالي امریکا لپاره د متحده ایالاتو د هوایي فضا دفاعي قوماندانۍ ویاند جنرال ګلین وان هریک ویلي چې ساحلي ګارډ ددې عملیاتو لپاره امنیتي تدابیر برابروي.

سره لدې چې امریکایي چارواکو ویلي دا بالون به د متحده ایالاتو په ملي امنیت ډیر اغیز ونلري خو که په بالون کې ټول مواد امریکایي چارواکو ته په لاس ورشي، د چین د جاسوسۍ وړتیا به په ډاګه شي.

د امریکا جنګي جیټ الوتکې د شنبې په ورځ دا بالون وویشت او نسکور یې کړ خو چین بیا ویلي چې متحده ایالاتو پدې هکله د اړتیا څخه زیات غبرګون ښودلی.

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیجنګ کې د امریکا سفارت ته ویلي چې د متحده ایالاتو په اقداماتو سخت اعتراض څرګند کړی او ویلي یې دي چې پدې هکله انکشافات د نږدې څاري.

بیجنګ همدرانګه د واشنګټن څخه غوښتي چې کړکیچ دې نه ډیروي او ددې هیواد ګټو ته د زیان رسولو لپاره دې نور اقدام نکوي.

چین لا هم ټینګار کوي چې دا یو ملکي بالون و او د هوا پیژندنې لپاره ترې کار اخیستل کیده خو واشنګټن بیا د امریکا هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د خپلې خودمختارۍ څخه سرغړاونه بلي.

متحده ایالاتو همدارنګه بیجنګ ته د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکین پلان شوی رسمي سفر لغوه کړ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې دا بالون د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې په ۲۸ د امریکا هوایي قلمرو ته د الاسکا په ایالت کې داخل شو، وروسته کاناډا ته ولاړه او بیرته څو ورځې وروسته د متحده ایالاتو هوایي قلمرو ته راغی.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ هم ویلي وو چې امر یې کړی و هر څومره ژر چې امکان ولري، دا بالون دې وویشتل شي.

د پنټاګان چارواکو دا هم ویلي چې د پوځ د معلوماتو له مخې دا بالون متحده ایالاتو ته کوم ستر خطر نه و او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي دومره یې ویلي چې دا بالون امریکا ته جاسوسي ارزښت لري.

ویل کیږي چې دا بالون د امریکا د مونټانا ایالت څخه هم تیر شوی چې د امریکا ستراتیژیکې اتومي وسلې پکې د ځمکې لاندې خوندي دي او حساسې هوایي اډې هم پکې موقعیت لري.

د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي پدې هکله ویلي، "مونږ ډاډه یو چې دې بالون غوښتل حساسې نظامي سیمې وڅاري". په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو سیاستوال او مطبوعات تورن کړي چې د بیجنګ د بې اعتباره کولو لپاره د وضعیت څخه ګټه اخلي.

وزارت ویلي چې چین "تل په جدي توګه په نړیوالو قوانینو عمل کړی او د نورو هیوادونو د خومختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی یې کړی."

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې. چین وايي ي چې دا الوتکه د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې وه