شاته

دمومندو ولسي پاڅون:وینا والو ویلي دترهګرۍ پرضد به پښتنو ته دقام په توګه ودرېدل وي

د پېښور نه وروسته د اتوار په ورځ د افغانستان سره پوله پرتې قبايلي ضلعې مومندو کې هم د امن پاڅون شوی دی اؤد پاڅون ګډونوالو ویلي په پښتنه سيمه کې بدامني يو ځل بيا زياته شوې ده، بايد چې رياست د دې بدامنۍ مخه ونيسي۔

امن پاڅون ته د باجوړ، مومند او نور سيمو نه ګڼ شمېر خلک ورغلي وو،

ګډونوالو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون، د عوامي نېشنل ګوند دخیبر پښتونخوا عمومي سکتر سردار حسېن بابک ، د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد او ځايي مشرانو ویناوې کړې دي۔

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون وويل پښتانه د ډلو پرو ښکار دي، د ترهګرۍ مخنيوي د پاره به ټولو ته رايو ځايې کيدل وي او په يو ځايې به اواز اوچتول پکار وي۔

"بحثيت قام بحثيت پښتون به ددې جنګ مقابله کوو، دا بې اتفاقي وه چې دوي دلته وژنې کولې، د مومندو خلکو دمامد ګټ هغه ۳۷ لاشونه مو هېر شوي که درته ياد دي، څومره په بې دردۍ يې وژلي وو"

تر دې وړاندې په پېښور کې هم د خيالي په ورځ ولسي پاڅون شوی و چې پکې دبېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو، مشرانو، ټولنيزو فعالانو او د پي ټې ايم غړو ګډون کړی و۔

د احتجاجونو دا لړۍ د تېر کال د اګست د مياشتې نه راپديخوا د دير او سوات نه پېل شوې وه او بيا ټولې خېبر پښتونخوا ته وغځېده۔

د تیر ګل یا دوشنبې په رځ پېښور پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد نه وروسته چې پکې دحکومتي شمیرو له مخې 84 کسان وژل شوي اؤ تر 200زیات پکې ژوبل شوي وؤ،یو ځل بیا دې ولسونو پاڅونونو اؤ احتجاجونو زور نیولی دی.

د جماعت اسلامي ګوند سینېټر مشتاق احمد وويل پښتون قوم د مايوسۍ ښکار دی،

"مونږ له د ګېس منافعه نه راکوي، په ګېس کې ګټه نه راکوي او دې سره امن هم نه راکوي، نو دا بيا څنګه نظام دی؟ دا د ظلم نظام دی"

دې پاڅون ته د لادرکه تنانو رونه، بچي او ښځې هم ورغلې وې.

د يو لادرکه تن رور امير افضل وويل دوي ته دې د خپلو لادرکه خپلوانو پته ورکړل شي، چې څوک ګناهګار وي عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي او سزا ګانې دې ورکړل شي۔

پېښور کې په 30مه جنورۍ په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې وه او غونډې ته د یادې پېښې او امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی ؤ.

وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ويلي، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت باوري کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي"

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00