شاته

په چین کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې او ټکرونو له کبله '۱۶ تنه مړه' شوي

په چین کې نن یکشنبه فبروري پنځمه (سلوغه ۱۶) مقاماتو وویل چې د دغه هېواد د مرکزي‌ ایالت هنان په لویې لارې کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې او ټکرونو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي ‌دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې تصویرونه خپاره شوي چې سوځېدلي او ټکر شوي موټرونه په کې ښکاري.

د ترافیک پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې دا پېښه د شنبې په ماښام شوې ده او په شاوخوا ۱۰ دقېقو کې ۵۰ موټرونه له یو بل سره جنګېدلي دي چې «ځينو یې اور اخیستی» دی.

د چین دولتي رسنۍ [د خلکو ورځپاڼه] د پېښې ویدیوګانې خپرې کړې چې لویې لارۍ ښودلې کېږي چې په یو بل باندې پرتې دي، چیت شوې او سوځېدلي دي، په ځینو لاریو باندې د اکمالاتي شرکتونو نومونه هم لیکل شوي دي.

فرانس پرس اژانس د ترافیک پولیسو په حواله لیکلي دي چې په دې پېښې کې ۱۰ تنه مړه شوي‌ چې اووه تنو یې په یوې پېښې کې ژوند بایللی او شاوخوا ۶۶ نور ژوبل دي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «زخمیان ژر تر ژره روغتون ته انتقال کړل شوي ‌چې درملنه یې وشي، په دوی کې اته شدید زخمیان دي او د ژوندي پاتې کېدو نښې یې ثابتې ښکاري.»

د «خلکو ورځپاڼه» وايي چې پېښه د هنان په مرکز چنګشا کې شوې ده او د ژغورنې ۱۸۰ کارکوونکي سیمې ته استول شوي دي.

د چین د بېړنیو حالاتو د مدیریت وزارت ویلي دي‌ چې د دغې پېښې د علت معلومولو پلټنې امر یې کړی دی.