شاته

باجوړ: ماين چاودنه کې مور او زوی ژوبل شوي

د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې پوليس وايي،په سلارزو تحصيل کې په يو ماين چاودنه کې يوه مور او زوی ژوبل شوي او روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د باجوړ د خار پوليس تاڼې مشر سعيد الرحمان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، دغه چاودنه نن د خالي/شنبې په ورځ [څلورمه فرورۍ] د سلارزو تحصيل په تنګي علاقه کې شوې ده.

هغه وويل، د يو ځايي مشر د کور نه د هغه اينګور او نمسی د کور سره نزدې کوهي لور ته ورغلي هلته پرې ماين چاودنه شوې ده.

نوموړي وويل، په چاودنه کې ژوبل مور او زوی روغتون ته وړل شوي او د مور روغتيايي حالت یې سخت دی.

سعيد الرحمان وويل، چاودنه چې د کوم کور سره نزدې شوې دغه تن ځايي علاقايي مشر دی او دغه تن ورته ویلي چې د چا سره يې شخصي دښمني نشته. پوليس د پېښې مقدمه سي ټي ډي ته لېږلې ده.

د چاودنې زمه واري د جوړېدو پورې چا نه ده منلې.

باجوړ کې له دې وړاندې هم وخت په وخت د ناامنۍ پېښې شوي او ورسره په سیمه کې په وروستيو کې د امن دپاره پاڅونونه شوي دي.

څلور ورځې وړاندې په 30م جنورۍ د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې په پولیس لاین کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی د 100 نه زیات کسان پکې وژل شوي او د 200 نه زيات پکې ژوبل شوي وو.

پرون په پېښور کې د وزیراعظم شهباز شريف پ مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي.

وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړی چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي.

هغه ویلي، په غونډه کې په امنیتي وضع خبرې وشوې او د صوبو او مرکز ترمنځ د يو شان پاليسۍ جوړولو اتفاق وشو. په غونډه کې نېشنل اېکشن پلان ته د بيا کتنې په اړه غور وشو او د پلټنو او فارنزک او سي ټي ډي کار ته د ودې ورکولواو د غونډې په فېصلو او عملي کولو منظوري ورکړی شوه.

شهبازشريف ویلي، مطبوعات، ديني عالمان او سياسي مشران دې د ترهګرۍ ضد ملي اجماع مخې ته راوړلو کې خپل بنيادي کردار ادا کړي. رياست به د ترهګرۍ ضد د زغم نه لرو تګلاره خپله کړي. په غونډه کې اتفاق وشو چې د فېصلو عملي کولو دپاره طريقه کار جوړولی شي.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه د اېپکس غونډې په اړه د وزيراعظم دفتر ويلي، په خېبرپښتونخوا کې به په فوري توګه د سي ټي ډي مرکز، د پنجاب صوبې په څېر فارنزک لېب، او د ښار د خوندي والي يا سېف سټي پروژه پېل کولی شي.

نن په پېښور کې د امن دپاره پاڅون کيږي پرون هم د صوبې په بېلابيلو برخو کې د امن دپاره مظاهرې شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتنو په امن پاڅونونو او احتجاجانو کې ښځې ولې کمې وي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00