شاته

د پاکستان وزيراعظم د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو سياسي ګوندونو ته په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی 101 کسان پکې وژل شوي او د 200 زيات پکې ژوبل شوي وو.

ياد برید په ملکي او نړيواله کچه غندل شوی وو. او په لومړۍ فرورۍ مرکزي کابينې په پېښور کې شوی ځانمرګی بريد غندلی، او په ټولو سياسي ګوندونو یې زور راوړی چې د ترهګرۍ ضد قامي يووالی او يو غږ د وخت ضرورت دی.

د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه په ټول ګونديز کانفرنس کې د ګډون دپاره مرکزي وزيرانو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسد قېصر او پروېز خټک د لارې عمران خان ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

او ويل شوي نن د جمعې په ورځ پېښور کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې هم تحریک انصاف ته د ګډون بلنه ورکړی شوې ده.

ويل شوي په ننۍ اېپکس کمېټۍ غونډه کې به د پېښور په پولیس لاين کې شوې د ترهګرۍ په پېښه غور کولی شي.

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر معظم جاه انصاري پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، په پوليس لاين کې په جومات کې دننه ځانمرګی برید شوی او "زياتې وژنې د چت غورځېدو له امله شوي دي، خودکش شوی دی، د جومات نه د وتلو لاره نه وه، چاپېره ديوالونه بند وو، 10، 12 بارودي مواد کارول شوي دي".

پولیس افسر ویلي وو، " خودکش مو معلوم کړی دی په کېمره کې مې ليدلی دی هغه په پولیس جامه کې دی د پوليسو جېکټ او هېلمټ یې اغوستي دي په موټر سايکل راغلی دی موټر سايکل مو معلوم کړی دی".

د شورو/چهارشنبې په ورځ [لومړۍ فرورۍ] په پېښور او مردان کې د پوليس ایليټ ځواک اهلکارو احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې وه، چې ترهګر په عصري وسلو سمبال دي خو پولیسو سره هغه عصري وسلې نه شته چې د ترهګرو مقابله پرې وکړي.

احتجاج کوونکو پوليسو ويلي وو، د پښتونخوا پولیسو سره نا انصافي روانه ده او د ترهګرو مخې ته په نیمګړي حالت کې پرېښودل شوي دي.

د پېښور له برید نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د پولیسو په حواله داسې ګڼ ناتايیده پوسټونه شوي چې ګنې پولیس شک لري د پېښور پولیس لاین دننه شوې چاودنه ځانمرګی برید نه وه بلکې د بارودي موادو په انفجار شوې چاودنه وه.

او د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک هم د چاودنې په ځای میډیا سره خبرو کې ویلي وو هغه فکر نه کوي چې دا دومره تباهي په یوه خودکش حمله کې کیدی شي.

معظم جاه انصاري پرون ويلي وو د اوازو او سازشي نظريو دې ډډه وشي او د پوليس ځوانان دې بې لارې نه کړی شي.

له دغې وړاندې د نهې/سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويلي یې وو د پېښور په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي وو، دغه ډول پېښې د قام عزم نه شي ماتولی بلکې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې د کاميابۍ دپاره د دوی عزم نور غښتلی کوي او د ترهګرۍ ضد د نه زغملو تګ لاره نه شي کمزورې کولی.

د پوځ مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې چې د استخباراتي ادارو او امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ د ترهګرۍ ضد جګړه باندې دوامداره توجه وساتي چې څو پورې پايداره امن نه وي ترلاسه شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا په روس د جوهري وسلو د تړون د سرغړونې تور لګولی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00