شاته

کوهاټ: ټرېفکي پېښه کې 18 تنه مړه شوي

د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د مسافرو د یو ګاډي (کوچ) او ټرالر په ټکر کېدو له امله 18 کسان مړه شوي دي چې پکې دوه زنانه او دوه ماشومان هم شامل دي.

پولیس وایي دغه پېښه تېر د زيارت/پنجشنبې په ماښام د کوهاټ ضلعې په انډس هایي وې د سورنګ/ټنل سره نزدې شوې ده.

د پوليسو په وېنا د لکي مروت نه پېښور ته تلونکی یو کوچ د یو ټرالر سره ټکر شوی دی.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 وایي ټکر دومر شدید شوی چې کوچ په بشپړه توګه تباه شوی دی او د پېښې د ځایی نه د 17 کسانو مړي او یو ژوبل تن په فوري توګه سیمه کې روغتون ته رسول شوي دي.

د کوهاټ د سېول هسپتال چارواکو تايید کړی چې پېښه کې د 16 کسانو مړي او یو تن په ژوبل حالت کې راوړل شوی چې ورسته هغه بيا په روغتون کې ساه ورکړه.

د دوی په وینا په مړو او ژوبلو کسانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو په وینا په کوچ کې 18 تنه ناست وو او د ابتدایي مالوماتو له مخې ټکر د ټرالر بریک کار پریښودو له امله شوی دی.

د جنورۍ په 29مه دبلوچستان په لسبېله سیمه کې د مسافرو یو بس له پله لویدلی وو چې د چارواکو په وینا 40 مسافر پکې مړه شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

پاکستان کې وخت په وخت ټريفکي پېښې کيږي چې علتونه د ټرېفک قوانين نه په ځای کول، د ډرايورانو کوتاهي، د پاکستان خراب او تنګ سړکونه او زاړه ګاډي ګڼل کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا په روس د جوهري وسلو د تړون د سرغړونې تور لګولی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00