شاته

چارسده:پولیسو سره نښتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي

پولیس وایي د چارسدې په «نسته» اؤ «پړانګو» سیمه کې پولیسو سره په نښتو کې څلور وسله وال ورانکاري وژل شوي اؤ یو تن بل نیول شوی دی.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ دچارسدې د ضلعي پولیسو ویاند ښاغلي صفي جان رسنیو په لیږلي بیان کې ویلي دچارسدې دنستې په ګوجر اباد سیمه کې پولیسو دشکمنو کسانو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې پولیس دهغوي نیولو پیسې سیمې ته ورسیدل نو شکمنو کسانو پرې ناتاره ډرې پیل کړې.

هغه ویلي په دغه مهال پولیسو هم په ورانکارو ډزې کړي اؤ کله چې له ډزو وروسته پولیسو د لټونې عملیات وکړل نو د دریوؤ کسانو مړي ورته په لاس ورغلل. هغه وایي د ورانکارو نه پولیسو ته خودکارې وسلې هم په لاس ورغلي دي.

په عین حال دچارسدې پولیس وایي په دپړانګو پولیس تاڼې په شابړه سیمه کې یې هم د وسله والو سره نښته شوې چې پکې یو وسله وال وژل شوی اؤ دیاسر په نوم بل تن نیول شوی دی.

پولیس وایي د وسله والو په ډزو کې دپولیسو موبایل هم زیان رسیدلی رسیدلی خو پولیسو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دچارسدې دپولیسو مشر یا ډي پي او سهیل خالد پخپل بیان کې ویلي دچارسدې پولیس د ترهګرو اؤ هر رقم ورانکارۍ په وړاندې چمتو اؤ بیدار ویښ ولاړ دي اؤ هیچاته فرصت ورنه کړي چې د ولس د سرومال ته زیان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو بریدونه چټک شوي اؤ د دوشنبې یا ګل په ورځ هم دپېښور پولیس لاین جومات کې په ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې 102 کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي چې زیاتره پکې پولیس دي.

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا په روس د جوهري وسلو د تړون د سرغړونې تور لګولی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00