شاته

پاکستان: په جومات کې ځانمرګي بریدګر د پولیسو لباس اغوستی و 

په پاکستان کې مقامات وايي‌ چې په پېښور کې د پولیسو په یو مرکز کې دننه جومات کې ځانمرګي بریدګر د پولیسو په یونیفورم [لباس] کې و او په موټر سایکل باندې یې ځان دغه ځای ته رسولی و.

د دوشنبې د ورځې په دغه برید کې څه باندې ۱۰۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول چې اکثریت یې د پاکستان پولیس دي.

رویټرز اژانس وايي چې د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري نن پنجشنبه فبروري‌ دویمه (سلواغه۱۳) خبریالانو ته وویل چې بریدګر د یوې ترهګرې ډلې غړی و، خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

انصاري زیاته کړه: «زه اعتراف کوم چې دا یوه امنیتي‌ نیمګړتیا وه. زما پولیسو د هغه مخه ونشوه نیولای.‌ دا زما مشکل و.»

دا په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو باندې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. برید په پېښور کې د «پولیس لاین» سیمې په یوه امنیتي‌ سیمه کې په هغه جومات کې دننه شوی چې د پولیسو او د هغوی د کورنۍ د غړو لپاره نوی جوړ شوی و او خلک د ماسپښین په لمانځه ولاړ وو.

پاکستاني چارواکو تېره ورځ وویل چې د دغه برید په تړاو یې ۲۳ کسان نیولي دي. د پولیسو یو ځایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته وویل مسولین همدارنګه په دې اړه څیړنې کوي چې ایا په دغه برید کې چا له بریدګر سره مرسته او همکاري هم کړې ده که نه.

د پولیسو دغه چارواکي وویل: «موږ د پولیسو څخه کسان نیولي چې پوه شو چاودیدونکي توکي څنګه داخل ته یوړل شوي او ولیدل شي چې ایا د پولیسو کوم چارواکی په برید کې ښکیل دی که نه.»

نوموړي زیاته کړه، ښایي بریدګر او تسهیل کوونکي له پاکستان څخه بهر اړیکې ولري او په خبره یې یو شمیر نیول شوي کسان د پيښور ښار او قبایلي سیمو څخه نیول شوي‌ دي.

د پاکستان حکومت، تحریک طالبان پاکستان ددې برید مسول بللی خو دغې ډلې په دې برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

دې ډلې چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره اوربند، چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب شوی و، لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته یې د پاکستاني په امنیتي‌ ځواکونو باندې د بریدونو امر وکړ.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغې ډلې غړي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر څار لاندې پټ ځایونه لري او له هغه ځای څخه بریدونه تنظیموي، افغان طالبان دا ادعا ردوي. د طالبان د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستاني مقاماتو ته وویل چې جدي پلټنې دې وکړي او پړې ګوته دې «افغانستان ته نه نیسي.»