شاته

امریکا پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) د افغان میرمنو او نجونو د کار او تعلیم په وړاندې د محدودیتونو د لګیدو له امله پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې بیانیه کې وویل:" زه نن د طالبانو په مشخصو اوسنیو او پخوانیو غړو، د غیر دولتي امنیتي ډلو پر غړو او نورو کسانو چې ویل کیږي په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په ځپلو کې مسول یا شریک دي، د ویزې د اضافه محدودیتونو د لګیدو اقدام کوم."

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، واشنګټن به له خپلو متحدینو سره یوځای کار وکړي څو طالبانو ته روښانه کړي چې د هغوی اعمال به د پام وړ عواقب ولري او له نړیوالې ټولنې سره به د اړیکو د ښه کیدو لار هم وتړي.

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي څرګنده کړه، د طالبانو په ځپونکو اقداماتو کې پوهنتونونو ته د میرمنو د تګ مخنیوی او په موسساتو کې د هغوی د کار مخنیوی هم شامل دي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې مخکې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې نجونو ته د فبروري میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

طالبانو په داسې حال کې دا اقدام وکړ چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "بلې خبرتیا پورې" ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړي.

تر دې څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت په کورنیو او نړیوالو موسساتو کې هم د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو پر افغان میرمنو او نجونو سخت محدودیتونه وضع کړي چې له امله یې له کار، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو او حمامونو ته له تګ څخه بې برخې شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې په غیر دولتي موسساتو کې د افغان میرمنو د کار کولو مخه هم ونیوله چې دا پریکړه ددې لامل شوه یو شمیر خیریه سازمانونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

اما د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني کابو یوه اوونۍ مخکې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیتس سره په لیدنه کې ډاډ‌ ورکړ چې افغانستان کې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په برخه کې دایمي محرومیت مطرح نه دی او دا ستونزه به ژر حل شي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو هم کار اخیستل شوی