شاته

ایي ایم ایف سره مذاکرات،دپاکستان حکومت د ایل این جي ګیس بیعو کې 30فیصده اضافه وکړه

په داسې حال کې چې دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ډله د نهمې جایزې د بیاکتنې د پاره د پاکستان په سفر ده، حکومت د پیټرولو او ډیزلو دبیعو لوړولو وروسته د ایل این جي ګیس په بیعو کې 30فیصده اضافه کړې ده چې دې سره د ایل این جي یو کلو بیعه 264روپو ته رسیدلې ده.

د اقتصاد پوهانو تر مخه د لوظنامې ترسره کولو د پاره ګردشي قرضې کمول او د مالیې هدف ترسره کول هم د ایي ایم ایف لویې غوښتنې دي چې ښکاري حکومت یې ترسره کولو کې د ستونزو سره مخ دی.

بل پلو نړیوال مالیاتې فنډ ایي ایم ایف اندیښنه څرګنده کړې ده چې مخالف ګوندونه د سختو اقتصادي پریکړو د عملې کولو په لاره کې ممکنه خنډونه رامینځته کولی شی.

په عین حال کې د پاکستان بار کونسل پریکړه کړې چې د هیواد داقتصادي بحران په اړه د خبرو د پاره د ټولو سیاسې ګوندونو یوه غونډه راوبلي چې نیټه به ېې ژر اعلان شي.

د خزانې د وزارت ترمخه د نړیوال مالیاتې فنډ ایي ایم ایف د ډلې او د پاکستان د حکومت د چارواکو ترمنځ د نهمې جایزې د کتنې په اړه خبرې اترې روانې دي او د پاکستان له خوا ایي ایم ایف ته د پور د بیرته ورکولو لپاره بېلابېل وړاندیزونه شوي دي.

د ایي ایم ایف د مشن د مشر ناتن پورټر په مشرۍ کې د نړیوالې مالیاتې ادارې سره د جنورې د 31مې نیټې راهسې خبرې روانې دې چې د فرورې تر نهې مې نیټې پورې به دوام ولري.

د خزانې د وزارت د بیان ترمخه، د ایي ایم ایف مشن چیف ویلې ايي ایم ایف او پاکستان به په ګډه د مالي اصلاحاتو په اړه کار وکړي.

البته د رپورټونو تر مخه ایي ایم ایف د حکومت څخه د ګردشې قرضو د کمولو او د ټیکس یا مالېې هدف پوره کولو پلان غوښتی دی.

د اقتصادې چارو خبریال شهباز رانا وی او ای ډیوه ته وایي، دایي ایم ایف په غوښتنو کې درې غوښتنې ډیرې مهمې دې چې پکې یو د ډالر ریټ ، دویم د تواناېۍ ګردشې قرضو کې کمی او دریم دمالیې هدف پوره کول دي.

هغه وایي حکومت د ډالر بیعه پر مارکیټ پریښې ده خو د بجلۍ او ګیس ګردشي قرضې او دمالېې یا ټیکس هدف پوره کول چې شاوخوا7470 اربه روپو پورې دی، د حکومت د پاره ترسره کول ډیر ګران کار دی.

ښاغلی رانا وایي حکومت به غواړي چې ایي ایم ایف په دې اړه څه اسانتیاوې ورکړي.

ایي ایم ایف دا غوښتنه هم کوی چې د صادراتي سکټرو څخه دې د 110 اربه روپو استثنا ختمه کړل شي، د پټروليم ليوي په شکل کې د 855 اربو روپو جمع کولو هدف دې هم پوره کړی شې او د سرکاري کمپنيو دکارکردګي ښه کولو او د هغوى د زيانونو د ختمولو غوښتنه هم شوې ده.

د حکومت له اړخه د نړیوال مالیاتی فنډ ایي ایم ایف سره د خبرو په دغه لومړیو ورځو کې د ایل پي جي بیعه کې د یو کلو په سر 40 روپۍ اضافه شوې ده او د ایل پي جي نرخونه د 204 روپو څخه تر 264 روپو پورې لوړ کړی شوي.

ددې ترڅنګ حکومت بجلې په نرخونو کې د اګست تر میاشتې د یو یونټ په سر د 6 روپو داضافې اراده لري.

حکومت د ایي ایم ایف د ډلې پاکستان ته له راتګ وړاندې تیره اوونې د پیټرولو او ډیزلو په بیعه کې هم د یو لیټر پسر 35روپۍ اضافه کړې وه.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپانې د یو رپوټ ترمخه د ایي ایم ایف مشن چیف دا هم ویلي نړیواله مالیاتي اداره اندیښنه لري چې مخالف ګوندونه ممکنه ده د اضافي مالیاتو داقداماتو په لاره کې ځینې ستونزې رامینځته کړي چې حکومت یې د خبرو اترو بیا پیلولو د پاره د عملې کولو پلان لري.

د رپوټ ترمخه د خزانې وزیر د اي ایم ایف مشر ته ډاډ ورکړی حکومت به هڅه وکړي چې اضافي ماليې یا ټیکسونه په داسې ډول عملي کړي چې د هر ډول قانوني او سياسي چیلنجونو یا ننګونو مخه ونيسي.

د څیړونکو وینا ده په پاکستان کې د بدمرغه د یو حکومت تګ لاره بل حکومت دخپلې خوښې تر مخه بدله کړي چې له امله یې نړیوالې ادارې او هیوادونه هم په دغه تګ لارو کې د بې ثباتې اندیښنې لري.

خبریال محمود جان بابر وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د ایې ایم ایف د دې اندیښنو په نتیجه کې د پاکستان سیاستمدارانو ته پکار دي چې یو چارټر اف اکانومي یا یوه داسې لوطنامه وکړي چې د اقتصاد په چارو به سیاست نه کوي.

هغه وایي باید په دې اړه سیاست مداران خپلو کې کښینې او یوه داسې لاره راوباسي چې د ایي ایم ایف په څېر ادارو ته د دغه قسمه پوښتنو راپورته کولو اړتیا نه وي.

د اقتصاد پوهانو تر داقتصادي سقوط نه دهیواد ژغورلو لپاره ضروري ده چې ایف ایم ایف سره باید په کیدونکې لوظنامه سیاست ونه شي.

په عین حال کې داقتصادي حالت په تناظر کې د پاکستان بار کونسل پریکړه کړې چې د ټولو سیاسي ګوندونو سره پراخه خبرې ترسره کړي، چې د بار کونسل د مشرانو تر مخه نیټه به یې ژر اعلان شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00