شاته

په برطانیه کې د حکومت په زرګونو کارکونکو په تنخاګانو کې اضافې دپاره احتجاجي کاربندیز وکړو

په داسې مهال چې په برطانیه کې ګراني زیاته شوې، په زرګونو د سکولونو استاذانو، د یونېورسټیو د عملې غړو، سرکاري کارکونکو، د سرحدونو مامورینو، د رېل او بس ډرایورانو په ټول ملک کې په تنخاګانو د اضافې دپاره خلاف د شورو، چهارشنبې، په ورځ کاربندېز وکړو.

د ټرېډز یونین کانګرس چې د کارکونکو د اتحادونو تنظیم دی، ویې وېل په کاربندیز کې قریباً یو مېلن کارونکو برخه واخیسته او د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کار نه ووتل.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په تېرو لسو کلونو دا د کارکونکو د خپلو غوښتنو په حق کې لومړی لوی احتجاج و.

ای پي وايي په اینده ورځو کې نرسانې او د اېمبولېنس کارکونکي هم د کاربندیز اراده لري.

په داسې حال کې چې د تنخاګانو او د کار د حالاتو په باره کې حکومت او د کارکونکو د اتحادونو خبرې اترې غځېدلي دي، په برطانیه کې د تېرو څو میاشتو راهسې احتجاجونو د عامو خلکو د ژوند معمولات ګډ وډ کړي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مختلفو څانګو په یو ځای احتجاج د مخکینو وړو احتجاجونو زیاتوالی ښښي.

د برطانیې حکومت د استاذانو په تنخاګانو کې پېنځه فیصد اضافه تجویز کړې ده خو د یونینونو مشران وايي په ملک کې ګراني زیاته شوې او د کارکونکو په معاشونو کې د ګرانۍ سره سمه اضافه نه ده شوې نو ځکه د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

ټرېډز یونین کانګرس وايي د موجوده ګرانۍ له امله د 2010 په مقابل کې دا وخت سرکاري کاکونکي هره میاشت په امدن کې د 203 پاونډ ( 250 ډالرو) کمي سره مخامخ کېږي.

په برطانیه کې د افراط زر یا د ګرانۍ شرح 10 فیصد ده چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې تر ټولو زیاته سطح ده. د ګراۍ لوې عوامل د خوراک او تېلو لوړې بېعې دي.

د برطانیې وزیراعظم رشي سوناک د پارلېمنټ غړو ته وویل د استاذانو کاربندیز غلط دی ځکه چې د استاذانو د تنخاګانو کې په تېرو 30 کلونو کې تر ټولو زیاته اضافه شوي ده.

د سوناک دفتر وویل د نورو حکومتي کارکونکو په تنخاګانو اضافه به د برداشت نه بهر کېږي ځکه چې په نتیجه کې به په ټېکسونو کې زیاتوالی کېږي او د حکومت قرضونه به سېوا کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00