شاته

سعودي عربستان د ۲۰۲۷ د اسیا د فوتبال کپ سیالیو کوربتوب کوي

سعودي عربستان د ۲۰۲۷ د فوتبال د اسیايي سالیو د کوربه په توګه تائید شو او داسې ښکاري چې دا کار به یې د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب ته هم لاره هواره کړي.

د تیلو له پلوه دغه غني هېواد هڅه کوي چې د خپل ښه تصویر د ښودلو لپاره په ورزش باندې ډېره پانګونه وکړي. د اسیا د فوتبال کنفدراسیون کانګرس په بحرین کې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۱) په خپلې غونډې کې دا پرېکړه وکړه.
سعودي عربستان ته له هغه وروسته د دغو سیالیو د کوربتوب امتیاز ورکړل شو چې مخکښ سیال هند یې له داوطلبۍ څخه په شا شو.

له دغه اعلان څخه وروسته د سعودي عربستان د وزرش وزیر شهزاده عبدالعزیز بن ترکي الفیصل وویل: «لیوال یو چې د سیالیو په تاریخ کې به لوی ټورنمنټ ترسره کوو. [د سعودي] پادشاهي زموږ د سترګو وړاندې بدلېږي او موږ ډېر لیوال یو چې دا به په ۲۰۲۷ کال کې څنګه ښکاري.»

د خلیج بل عربي هېواد قطر همدا څو اونۍ مخکې د فوتبال د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب وکړ او میلیاردونه ډالر یې پرې ولګول.

مقاماتو تېر کال ویلي وو چې د سعودي عربستان حکومت له مصر او یونان سره خبرې پیل کړي چې په ګډه د ۲۰۳۰ د فوتبال نړیوال جام د سیالیو کوربتوب وغواړي.

دغه محافظه کار هېواد په ورزش باندې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي، نوې بیلګې یې دا دي چې په دې وروستیو کې د سعودي د النصر فوتبال کلب د میلیونونو ډالرو په ارزښت له نړیوال ستوري کریستیانو رونالډو سره قرارداد لاسلیک کړ او همدغه راز د جدي په ښار کې د موټر ځغلولو [Formula One] قرارداد هم کړی دی.

د سعودي عربستان د حکومت منتقدین وايي چې شاهي نظام په ورزش باندې د پانګونې له لارې غواړي د بشري حقونو څخه یې د سرغړونو نه د خلکو پام په بله واوړي.

د [Reprieve] او د بشري حقونو لپاره د اروپايي سعودي سازمان د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي په سعودي کې اعدامونه زیات شوی.

د سعودي عربستان د ورزش وزیر شهزاده عبدالعزیز فرانس پرس سره په خبرو کې وویل چې د فوتبال نړیوال جام سیالیو د کوربتوب تقاضا یې نه ده کړې، خو «هر څه ممکن دي».

هغه وویل: «په سعودي عربستان کې د سیالیو کوربتوب غټه خبره ده. او دا زموږ د ۲۰۳۰ د لیدلوري برخه ده. هر څه چې زموږ په فکر زموږ د لیدلوري لپاره ممکن دي، موږ به یې د تعقیب کولو هڅه کوو.»

د نوي لیدلوري له مخې، سعودي عربستان غواړي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې دا هېواد ډېر موډرن او لا پرمختللی شي.

شهزاده عبدالعزیز وویل چې اوس به ټول تمرکز د ۲۰۲۷ کال د فوتبال اسیايي سیالیو په کوربتوب کوي چې نوي تاسیسات جوړ کړي او بیا به ګوري.

د فوتبال د نړیوال فدراسیون مشر ګیاني انفانتینو وویل: «زه مطمین یم چې سعودي عربستان به د اسیا کپ په زړه پورې کوربتوب وکړي.«

لا د دغو سیالیو دقیق مهالوېش اعلان شوی نه دی.