شاته

پاکستان د جومات د مرګوني چاودنې په تړاو ۲۳ کسان نیولي

پاکستاني چارواکو د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) وویل چې د پیښور د پولیسو د مرکز په جومات کې یې د چاودنې په تړاو ۲۳ کسان نیولي دي.

د پولیسو یو ځایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل مسولین همدارنګه په دې اړه څیړنې کوي چې آیا چا د پولیسو د مرکز له منځه د برید له ترسره کیدو سره همکاري کړې که نه.

یو ځانمرکي برید کوونکي د دو شنبې په ورځ د پيښور په شمال لودیځ کې د پولیسو یو ډیر حساس مرکز ته په داخلیدو وکړای شول چې خپل چاودیدونکي توکي د لمونځ کوونکو په منځ کې والوزوي چې له امله یې ۱۰۱ کسان ووژل شول او ۲۲۵ نور ټپیان شول.

په دې پيښه کې پر پوځي افسرانو یو دیوال هم راوغورځید.

د پولیسو دغه چارواکي وویل:" موږ د پولیسو څخه کسان نیولي څو پوه شو چې چاودیدونکي توکي څنګه داخل ته وړل شوي وو او ولیدل شي چې آیا د پولیسو کوم چارواکی په برید کې ښکیل دی که نه."

نوموړي زیاته کړه، ښایي بریدګر او تسهیل کوونکي له پاکستان څخه بهر اړیکې ولري.

نوموړي وویل، یو شمیر نیول شوي کسان د پيښور ښار او پخوانیو قبایلي سیمو څخه نیول شوي‌ دي.

چارواکي همدارنګه په دې اړه څیړنې کوي چې څنګه یو بریدګر وکړای شي دې مهم مرکز ته ننوځي هغه ځای چې د ترهګرۍ سره د مبارزې د استخباراتو یو مرکز هم پکې دی.

د پاکستان حکومت، تحریک طالبان پاکستان ددې برید مسول بللی خو یادې ډلې په دې برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د دوشنبې له چاودنې وروسته د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتون تلویحا د یاد هیواد حکومت په دې ډول بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړ.

هغه پر یو ټویټ لیکلي : "د څو کسانو په واسطه چاودنې وکړئ، وروسته د بهرنیو مرستو د عملیاتو، کورنیو صلاحیتونو په نامه د پښتنو وسایل تاراج کړئ، ددې په نتیجه کې تاسې ته ټاپو ګان او پریمانه مرستې او موږ ته تباه او برباد وطن، یتیمان، کونډې میرمنې، وینې او اوښکې- د ۲۰ کلنو عملیاتو نتیجه همدا ده."

له دې مخکې هم، منظور پښتون چې د پاکستان د اردو سرسخته منتقد دی تور پوري کړی وو کله چې د پاکستان حکومت غواړي له بهر څخه مرستې ترلاسه کړي، ناامني رامنځ ته کوي‌ او وروسته بیا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه مرستې ترلاسه کوي.

خو په تیر کې د پاکستاني طالبانو ډلې په هغه هیواد کې د ګڼو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

دې ډلې چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان له حکومت نامحدوده اوربند چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب ترلاسه شوی وو، لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته امر وکړي چې په ټول پاکستان کې بریدونه وکړي.