شاته

دپاکستان سینیټ کې قانون سازانو دترهګرۍ پرضد تګلارې ته په بیا کتنه ټینګار کړی

دپاکستان په سینیټ کې د ترهګرۍ په وروستیو پېښو د بحث په مهال د پيپلز ګوند سېنټر رضا رباني په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو د بحالۍ په تګلاره اندېښنې ښودلي او ددغه تګلارې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

هغه وایي د پارليمان په راتلونکې ګډه غونډه کې باید د ترهګرۍ ضد اوسنۍ او د نوې تګلارې په جوړولو بحث وکړل شي.

د نهې په ورځ د سینیټ غونډې ته خپله وینا کې د پيپلز ګوند سنېټر رضا رباني وویل کوم وخت چې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په پاکستان کې د بيا ابادولو پرېکړې کېدې نو هغه وخت پارلیمان په باور کې نه و اخستل شوی.

د ښاغلي رضا رباني وینا وه چې د فرورۍ په اتمه نېټه چې د پارليمان کومه ګډه غونډه رابلل شوې ده باید چې په هغې کې د ترهګرۍ ضد تګلاره باندې خبرې وکړل شي او بيا دې د ټولو اړونده اړخونو په لارښوونه د ترهګرۍ ضد نوې تګلاره جوړه کړی شي.

نوموړي د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکو پېښو باندې دا خبرې په داسې حال کې کړي چې تېره ورځ د پېښور پوليس لاېن په جومات کې د شوي ځانمرګي بريد له کبله د مړو شوو کسانو شمير 100 رسیدلې او د پاکستاني طالبانو په دې برېد کې د لاس لرنې څخه انکار کړی دی.

ښاغلي رضا رباني زياته کړې چې په هېواد کې ترهګري سېوا کېږي او امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نخښه کېږي خو سياسي ډلې د سياست څخه نه دي وزګارې.

په دې موقع د مسلم لیګ (نون )ګوند د مشرۍ لاندې اتحادي حکومت کې د شاملې ډلې جميعت علما اسلام ف ډلې غړي سنېټر کامران مرتضا په ګوته کړه چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په پرله پسې ډول د ترهګرۍ پېښې روانې دي او واکداران ددغو پېښو له غندنې پرته نور څه نه کوي او نه یې د ترهګرۍ په پېښو کې د شوې اضافې لپاره څوک ذمه وار ګرځولي دي.

د سنېټر کامران په قول نه خو د هېواد تګلارې اوسني حکمرانان جوړوي او نه ددې تګلارې په جوړولو کې زړو واکدارانو کوم لاس درلودلو.

وايي دا ټولو ته معلومه ده چې د ترهګرۍ ضد تګلارې څوک جوړوي خو متاسفانه هغوي لا هم ددغو تګلارو بيا کتنې ته تېار نه دي.

دکال 2022م د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته د څېړنو ترمخه په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې 51 فيصدى اضافه شوې ده .

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله په افغانستان د واکمنو طالبانو د نوم اخستو پرته وېلي وؤ چې "زموږ په يو ګاونډي دوست هېواد د پاکستاني طالبانو خوندي ځالې موجودې دي او هغوي له هغه ځایه په پاکستان د ترهګريزو بريدونو پلانونه جوړوي."

افغان طالبانو د رانا ثناالله دې خبرې ته لا څه غبرګون نه د ویلي خو هغوى له وړاندې څخه دا تورونه ردوي او وايي د افغانستان خاوره به د بل چا خلاف کارېدو ته نه پرېږدي.

د بلوچستان سره تعلق لرونکي ازاد سنېټر انورالحق کاکړ ترهګر د خارجيانو په نامه یاد کړي دي او سینیټ ته یې خپله وېنا کې ویلي چي مذهبي تندروه ترهګرو نه خو ازاد فکر لرونکې بې نظير بوټو پرېښوده او نه یې ديو بندي نظر لرونکی مولانا حسن جان وبخښلو.

هغه وویل "داسې ښکاري چې موږ په فکري ډول د دېواليه کېدو لوري ته روان یو او دا ځکه چې قام لا هم د مذهب په نوم د ترهګرۍ په مفکوره د وېش ښکار دی"

د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت کې پوځ د افغان طالبانو په مينځګړتوب د پاکستاني طالبانو له ډلې سره دکال 2022م د جون میاشتې راهیسې مذاکرات کړي وو او د دواړو خواو ترمنځ د ډزبندۍ باوجود به هم د ترهګرۍ پېښې کېدې او بيا دکال 2022م د نومبر مياشت کې له هغې وروسته د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود د مذاکراتو ختمولو اعلان وکړو اؤ تور یې ولګولو چې د پاکستان حکومت ورسره کړې وعدې نه نه دي پوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00