شاته

اجباري حجاب؛ طالبانو د ښځينه روغتیايي کار کوونکو د لباس څرنګوالی مشخص کړ

په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په دوام، دا ځل هغوی په یوه تازه اقدام کې د روغتیا وزارت ښځينه کار کوونکو ته امر کړی چې د کار د جریان پر مهال ماسک وتړي او حجاب مراعت کړي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محمد قاسم حقاني د یو مکتوب له لارې د دغه وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست څخه غوښتي چې ښځينه کار کوونکي باید تر دې وروسته ماسک او حجاب وکړي.

د دغه مکتوب یوه نسخه چې امریکا غږ ته رسېدلې په هغه کې راغلي: "له ډېرې مودې راهیسي د روغتیا وزارت ښځينه کار کوونکو د څارنې له مخې هیڅ حجاب نه ده مراعت شوی نو په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت د عوت او ارشاد ریاست لخوا د ټولو ریاستونو، امریتونو او مدیرتونو ښځینه کار کوونکو ته په تاکید سره هدایت کیږي چې ماسک او حجاب کامله مراعت کړي."

د طالبانو حکومت د روغتیا وزات د دعوت او ارشاد ریاست د کار جریان پر مهال د ښځو د حجاب بڼه مشخصه کړې او بڼه(شکل) یې له روغتیايي مرکزونو سره شریکې کړی دی چې تر هغه وروسته ښځينه کار کوونکي باید داسې حجاب وکړي.

د روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ټولو ښځينه کار کوونکو ته خبر داری ورکړی که له دغه امر څخه سرغړونه وکړي «قانوني» چلند به ورسره وشي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست هم په جلا مکتوب کې دغه موضوع له ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو سره سره شریکه کړې ده او له هغوی څخه یې غوښتي چې ښځينه کار کوونکي تر دې وروسته باید پدې عمل وکړي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تر دا مهاله د حجاب په اړه د دغه مکتوبونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه ولګول او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

تر دې مخکې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو پراخ غبرګونونه پارولي و چې له امله یې ځينو نړیوالو خیره بنسټونو په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه وځنډول.

تازه د ماشومانو د ساتنې، پاملرنې او ژغورنې نړیوالې کمېټې موسسو د طالبانو لخوا ښځینه کار کوونکو ته د کار تر اجازې وروسته په افغانستان کې خپل ځينې فعالیتونه بیرته له سره پيل کړل. یادو موسسو ویلي و چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې بشري فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امینه محمد په نوم د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د جنورۍ پر ۲۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو له حاکمو طالب چارواکو څخه غوښتي و د ښځو او نجونو د حقوقو محدودیتونو په اړه خپل فرمانونه لغو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم ټولو ښځو ته د حجاب د رعایتولو امر کړی وو، د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی».