شاته

د امریکایي جنرال یاداښت: ښایي په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین جګړه وشي

د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو یو جنرال پخپل یاداښت کې چې تیره اوونۍ په انټرنیټ کې خپور شوی په ۲۰۲۵ کال کې د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې وړاندوینه کړې.

جنرال مایکل مینیهان پدې یاداښت کې د نړۍ او د متحده ایالاتو د نظامي او ملکي مشرانو اختلافات هم روښانه کړي چې د دې دوو ستر اقتصادي هیوادونو په هکله یې لري.

دې امریکایي جنرال په خپل یاداښت کې لیکلي چې "هیله ده غلط اوسم خو زړه مې راته وایي چې مونږ به په ۲۰۲۵ کې جګړه وکړو".

جنرال مایکل مینیهان د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د ۵زره کسیزې قطعې مشر دی چې د لوژیستک په برخې کې کار کوي. هغه د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې د وړاندوینې په هکله هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي او یوازې یې په مبهمه توګه ویلي چې په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات او تایوان ښایي دا فرصت برابر کړي چې بیجنګ د خپلې خاورې سره د دې ټاپو د یو ځای کولو کوښښ وکړي.

تایوان چې خپلواکه ټاپو ده چین یې د پخوا راهیسې د ملکیت دعوه لري او دا یې هم ویلي که اړتیا یې شي په زور به یې ونیسي. دې امریکایي جنرال همدارنګه پخپل یادداښت کې د خپلې قوماندې لاندې ځواکونو ته امر کړی چې چین ته د "ماتې ورکولو لپاره" د چمتووالي کمپونه برابر کړي.

خو بل پلو بیا داسې ښکاري چې د بیجنګ او واشنګټن د اړیکو په برخې کې د دې امریکایي جنرال څرګندونې د جمهور رئیس جو بایډن د جګپوړو چارواکو د نظریې سره په ټکر کې دي.

د متحده ایالاتو ددفاع وزیر لیوډ آسټن د همدې میاشتې په سر کې خبریالانو ته وویل چې چین د تایوان په هکله تیري کوونکی چلند ډیر کړی خو په نږدې وخت کې پدې ټاپو د چین د برید احتمال یې کم ښودلی و.

ښاغلي آسټن پدې هکله ویلي و: " مونږ ګمان کوو چې هغوي د نوي عادي وضعیت جوړولو لپاره کوښښ کوي خو آیا دا چې دا کړنې په نږدې وخت کې د یرغل معنی ورکوي او که نه، زه یې په هکله په جدي توګه شک لرم."

په عین حال کې د دفاع وزارت ویاند برید جنرال پیټریک رایډر ویلي چې د متحده ایالاتو د ملي دفاع په تګلارې کې چین په ښکاره توګه سیال بلل شوی او د خپلو شریکانو او متحدینو سره په ګډه کار کوو چې د هند – آرام سمندر سیمه سوله ایزه، پرانیستې او آزاده خوندي وساتو.

پنټاګان همدارنګه ویلي چې د جنرال مایکل مینیهان څرګندونې د چین په هکله د دفاع وزارت نظر نه څرګندوي.