شاته

د اوکراین دفاع وزیر فرانسې ته تللی او جنګي جټ‌ الوتکې غواړي 

د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پاریس ته تللی دی او تمه ده چې د فرانسې له مشرانو سره په خبرو کې د جنګي جټ الوتکو غوښتنه وکړي.

د اوکراین مقامات له خپل لویدیځ ایتلافیانو څخه غواړي چې د روسیې په مقابل کې د جګړې لپاره ورته جنګي جټ الوتکې هم ورکړي، خو تر دې دمه د دوی دې غوښتنې ته چا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون څخه په یو خبري کنفرانس کې پوښتنه وشوه چې اوکراین ته به جنګي جټ ‌الوتکې ورکړي که نه، هغه وویل چې هېڅ هم له اجنډا څخه خارج نه دي خو د دې کار لپاره یې ځینې شرطونه هم په ډاګه کړل.

مکرون وویل چې په دغو شرطونو کې یو دا دی چې «دا وسايل به د روسیې خاورې ته نه داخلېږي،»، دویم دا چې دا کار باید «تاوتریخوالی زیات نکړي» او «د فرانسې د پوځ ظرفیت کمزوری» نکړي.

په واشنګټن کې چې کله د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه پوښتنه وشوه چې اوکراین ته به اف-۱۶جټ الوتکې ورکوي که نه، هغه وویل: «نه».

تر دې مخکې پولنډ ویلي وو چې اوکراین ته د اف-۱۶ جټ د ورکولو په اړه کوم رسمي‌ بحث نه دی شوی. د اوکراین د دفاع وزیر وویچ اسکورکیوچ نن سه شنبه جنوري ۳۱ (سلواغه۱۱) فرانس پرس ته په دې اړه وویل: «د اوس لپاره د اف-۱۶ د استولو په اړه رسمي بحثونه نه دي شوي.»

خو د پولنډ صدراعظم ماتیو موراویسکي ویلي وو: «هر نوی هوايي ځواک به د ناټو هېوادونو سره په مشورې برابرېږي او ممکن [اوکراین ته] استول کېږي. موږ په پوره همکارۍ سره اقدام کوو.»

پولنډ دا مهال اته څلویښت ۱۶-اف ډوله امریکايي الوتکې لري.

تېره اونۍ جرمني او متحدو ایالتونو وویل چې اوکراین ته به خپل پرمختللي ټانګونه استوي. روسیې د دغو دواړو هېوادونو دا پرېکړه غندلې او ویلي وو چې دا ټانګونه به هم د نورو ټانګونو په څېر«وسوځول شي».

روسیې تېرکال په اوکراین باندې یرغل پیل کړی او تر دې دمه یې د اوکراین ځینې سیمې له روسیې سره یو ځای کړې دي. امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی دی او له کیف سره پوځي او بشري مرستې کوي‌ چې د مسکو په خلاف دا جګړه وګټي.