شاته

رانا ثناالله: طالبان د پاکستان په یو دوست ګاونډي هيواد کې خوندي ځالې لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي". او اوس به مونږ له "د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي".

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله دغه خبره پېښور کې پرون د شوي ځانمرګي بريد په اړوند د جيو ټي وي سره په خبرو کې کړې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په افغانستان کې د طالبانو د موجودګۍ خبرې ته په سمدستي ډول په افغانستان کې واکمنو طالبانو غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې یې دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

د روانې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستاني وزيرانو د يو بيان چې په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان شتون لري او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي، مجاهد ويلي وو، واکمن "طالبان پوره هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان يا بل کوم هېواد پرضد ونه کاريږي".

طالبانو د وړاندې نه هم دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ نه وړاندې افغان حکومت او امریکا تل داسې تورونه لګولي چې پاکستان په خپله خاوره هغو وسله والو ته ځای ورکړی کوم چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به تل دغه تورونه ردول.

پېښور کې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې شوې چاودنه کې د وژنو شمېره 83 ته رسېدلې ده، د چاودنې له امله د غورځېدلي جومات د ملبې لرې کولو کار اوس هم روان دی.

تحریک طالبان پاکستان ويلي په جومات ک د شوې حملې د دوی سره تعلق نشته. خو د تحریک طالبان پاکستان د سر بکف په نوم يو کمانډر مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې د بريد زمه واري منلې چې ځانمرګي یې دغه بريد کړی دی او دا د خالد خراساني انتقام دی.

د پېښور په حساسه ځای کې د ځانمرګي بريد کېدو په اړه رانا ثناالله ویلي، وزيراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر نه دغه پوښتنه کړې چې خودکش څنګه يو حساس ځای ته رسېدلی دی؟، او د پوليس مشر ورته په ځواب کې ویلي چې دغه علاقه حساسه ده خو دغلته خلک تګ راتګ کوي او دغه ځای چې جومات او نورې دفترې پکې دي دغلته د 2000 پورې کسان هم اوسيږي، خودکش د خلکو په تګ راتګ کې ورغلی او ځان یې دغلته رسولی دی.

د کورنيو چارو وزير ویلي، د خېبرپښتونخوا پولیس او نورې ادارې ډېرې په زړورتیا د ترهګرو پرضد عمليات کوي او ډېرې کامیابۍ یې ترلاسه کړي دي.

رانا ثناالله ويلي، "د افغانستان نه د تحریک طالبان پاکستان بيرته پاکستان ته راوستو او دلته یې بيرته د بحالۍ پاليسي به په بدنيتۍ نه وه جوړه شوې خو دغه پاليسي غلطه ثابته شوه، د هغې اثرات الټه مخې ته راغله، اوس به مخالفه پاليسي جوړولی شي که وخت پکې ولګي هم، خو کاميابي به پکې ترلاسه کیږي".

نوموړي زياته کړې چې "عملیات يا اپرېشن هغه وخت کېدی شي چې وسله وال کومه علاقه قبضه کړي خو وسله وال اوس ګرځي راګرځي او چې کله ورته محسوسه شي چې دوی اوس دلته محفوظ نه دي نو دوی د پولې پورې غاړې ته واوړي هلته دوی خوندي دي نو اوس به دوی د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي او دوی ته دغه خبرې ته اماده کېدل پکار دي چې دوی کومه وعده کړې وه چې خپله خاوره به د بل هيواد پرضد نه کاروي او دوی به دغو خلکو ته اسانتياوې نه ورکوي".

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د پېښور ځانمرګی برید غندلې، نوموړي او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره یې د مرکزي وزيرانود پېښور سفر کړی او د ژوبلو پوښتنې له ورغلي دي.

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ویلي، "وزيراعظم شهباز شريف ته د پېښور کور کمانډر پېښور کې د ترهګرۍ د عواملو او محرکاتو په اړوند احوال وړاندې کړی دی. او د پوليس مشر د ځانمرګي برید په اړه لومړی رپورټ وړاندې کړی او وزيراعظم ته د خودکش حملې سي سي ټي ويډيو ښکاره کړی شوې ده".

وزيراعظم شهباز شريف ویلي، په نمونځ کولو بريد کول ناوړه عمل دی، په دغه ډول ناوړه بريدونو به ترهګر قومي حوصله ماته نه کړي، او په دغه بريد کې ککړ عناصر به منطقي انجام ته ورسوي.

د پاکستان د دولتي خبري ادارې اې پي پي ترمخه وزيراعظم ويلي، د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارو قوت به سېوا کولی شي او نېشنل اېکشن پلان به په پوره قوت سره عمل يقيني جوړول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00