شاته

ملګري ملتونو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل میرمنو ته مؤسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر دوشنبه جنوري ۳۰ (سلواغې۳۰) یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې میرمنو ته دې اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې د خلکو سره پدې سخت ژمي کې د مرستو رسولو په چارو کې همکاري وکړي.

مارټن ګریفیتیس چې تیره اوونۍ یې په کابل کې د ګڼ شمیر غیر دولتي مؤسسو د پلاوي سره یو ځای د طالبانو جګپوړو چارواکو سره کتلي خبریالانو ته وویل چې په غیر دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار د بندیز له کبله ښایي دا اداره ونشي کړی خپلې چارې پر مخ یوسي.

هغه زیاته کړه، " تیر ژمی مونږ وکړی شو چې وپایو خو زه نه پوهیږم چې مونږ به تل داسې وکړی شو، په ځانګړې توګه د دې بندیزونو له کبله".


سره لدې چې طالبانو د میرمنو د کار کولو لپاره یو څه استثنات منلي خو ملګرو ملتونو ترې غوښتي چې پدې استثناتو کې دې ټول بشري اقدامات شامل شي او طالبانو هم ویلي چې پدې هکله په لارښودونو کې کار روان دی.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې معلومه نده د طالبانو لارښودونه به څه ډول وي او دا هم نده څرګنده چې څه وخت به روښانه شي.

هغه وویل، "مونږ ته وویل شول چې طالب چارواکي د لارښود په جوړولو کار کوي چې ظاهراً د بشري مرستو په عملیاتو کې میرمنو ته ډیر نقش ورکوي".

ګریفیتس خبریالانو ته وویل چې د طالبانو دې لارښودونو ته په تمه دی.

هغه زیاته کړه، " هیله مند یم چې ډیر انتظار ونکړو ځکه هره ورځ چې تیریږي او د بشري مرستو لپاره مناسب اقدام نه وي شوی د افغان ولس په ګټه ندی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دا چارواکي داسې مهال د طالبانو غواړي چې په خیریه مؤسسو کې میرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي چې د روانې جنوري میاشتې تر ۱۰ مې نیټې راپدیخوا په افغانستان کې د هوا د تودوخي درجه آن منفي ۳۳ ته ټیټه شوې.

د سړې هوا له کبله ۱۶۶ تنه او د خلکو نږدې ۸۰ زره مالونه مړه شوي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له طالبانو سره یې په خبرو کې ښکاره پیغام دا وو که «که له موږ سره د دغه بندیز په لېرې کولو کې مرسته نشئ کولای، موږ ته استثنی قایل شئ چې ښځو ته د کار اجازه ورکړو».

د طالبانو حکومت په افغان نجونو او ښځو باندې د زده کړو او کار د بندیز تر څنګ، په بهرنیو ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

ګریفیتیس وویل چې طالبانو په تعليمي او روغتیايي برخو کې د ښځو د کار په اړه استثنی منلې او داسې نښې ښکاري چې د کرنې او زراعت په برخه کې هم د ښځو کار ته استثنی قایل شي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران په ترڅ کې د جدي ناروغیو او ماشومانو د سوء تغذیي د مخنیوي لپاره، د غذا، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې ډېر کار ته ضرورت دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړ او بیا یې په ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول چې نړیوالې ټولنې غندلي دي او لا هېڅ یو هېواد هم ددوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.