شاته

امریکا کې د پولیسو د اصلاحاتو لپاره د قانون جوړونکو هڅې

یو شمیر امریکايي سناتوران په متحدو ایالتونو کې د پولیسو د زور زیاتي د مخنیوي په مقصد د جدي اقداماتو د کولو لپاره د ملي ډيالوګ د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

وروسته له هغه چې د امریکا په ټينسي ایالت کې د پولیسو له خوا د نیکولاس په نامه یو کس چې وروسته مړ شو، د وهلو ویډیو خپره شوه، په امریکا کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو غوښتنو یو ځل بېا زور اخیستی. خو دا چې پدې اړه څه باید وشي، امریکايي قانون جوړونکې لا هم یوه خوله ندي.

دیموکرات سناتور ډیک ډربین وایي:"د مرۍ د خفه کولو، د محکمې له حکم پرته د کورونو تلاشي باندې بندیز او د پولیسو د محکمې د اجازې ورکولو سره چلند، د ټولو ارزونه اړینه ده، خو یوازې دا کارونه بس ندي."

جمهوریت غوښتونکی سناتور جیم جورډن پداسې حال کې چې ټینګار کوي ټول باید تورن نشي، د پولیسو په لیکو کې د سمون غوښتنه کوي.

ښاغلي جورډن وایي:" څوک له مرۍ ندي نیول شوي. هغه څه چې پولیسو وکړل، هغه دا وو، چې دوي په دوامداره توګه ښاغلی نیکولاس ووهلو. زه کومه روزنه یا بندیز باندې نه پوهېږم، فکر نکوم چې دا یې جواب وي."

په یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې پولیس د ټينسې ایالت په میمپس ښار کې یو نهه کلن ځوان ډبوي چې وروسته بیا دا هلک مړ شو.

د بېن کرمپ نېکولاس په نامه یو مدافع وکیل وایي:" پروانه نکوي چې پولیس سپین پوستي دي، تور پوستي دي او که هسپانوي الاصله امریکایان دي. زه پدې باور یم هغه څه چې کېږي، هغه د امریکا د پولیسو د کاري کلتور له امله دي. دوي د سپین پوستو بر علاوه د نورو خلکو پر وړاندې دغه ډول وحشت کارولی شي."

په امریکا کې د پولیسو د ناوړه چلند یوه لویه پيښه چې د پراخو لاریونونو لامل هم شوه د ۲۰۲۰ په مې میاشت کې د مینوسوتا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې د جورج فلویډ په نامه د پویسو له خوا د یو تورپوستی نیول او د توقیف پرمهال مړینه وه.

د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت د جورج فلویډ په قتل تورن پولیس افسر ډیریک شاوون په ۲۱ کالو بند محکوم کړ.

مدني فعالان وايي داسې یو ډیټابیس چې د پولیسو سرغړونې پکې ثبت شي او له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته د دوی تلل وڅاري، په امریکا کې به د پولیسو د تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي.