شاته

بوریس جانسن: پوتین د توغندي په برید ګواښلی وم

د برتانیې پخواني صدراعظم بوریس جانسن ادعا کړې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وړاندې تر دې چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړي، دی یې په شخصي توګه د توغندي په برید ګواښلی و.

ښاغلي جانسن دا ادعا د بي بي سي په یو مستند کې کړې چې ټاکل شوې دوشنبه خپره شي.

د برتانیې دې پخواني مشر په مستند کې ویلي چې د روسیې مشر ورته دا ګواښ په ټیلیفون کې د خبرو پر مهال کړی و.

هغه ویلي، " هغه (پوتین) په یوې نقطې کې یو ډول وګواښلم. راته یې ویل، نه غواړم زیان درته ورسوم خو د توغندي پواسطه به یوازې یوه دقیقه وخت ونیسي، داسې یو څه یې وویل".

جانسن د هغو غربي هیوادونو مشرانو څخه یو و چې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره د مرستو لپاره ډیر لیوال و او پخپله یې د روسیې د یرغل څخه وروسته کیف ته هم سفر وکړ او د ښاغلي زلینسکي سره د ملاقات پر وخت یې د مرستو ژمنه هم کړې وه.

روسیې په اوکراین د یرغل یو دلیل دا ښودلی و چې باید دا هیواد ناټو غړی نشي او نه غواړي چې ناټو یې سرحدونو ته نږدې شي خو د برتانیې پخواني صدراعظم ویلي چې په اوکراین د یرغل څخه وړاندې یې د روسیې جمهور رئیس ته ویلي و چې اوکراین به ژر د ناټو غړ نشي او "دا مې هم ورته ویلي و چې په اوکراین د یرغل معنی د روسیې پولو سره نږدې لږه ناټو نه بلکې ډیره ناټو ده".

جانسن ویلي، " هغه (د روسیې جمهو رئیس) راته ویل، بوریس ته وایې چې اوکراین به په نږدې وخت کې د ناټو سره یو ځای نشي. دا نږدې وخت څه معنی او ما ورته ویل چې اوکراین به په اټکل کیدونکې آیندې کې د ناټو سره یو ځای نشي او ته پدې ښه پوهیږې".

د بي بي سي په مستند کې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او غربي هیوادونو د مشرانو تر منځ ډیریدونکو اختلافاتو ته کتنه شوې.