شاته

توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د افغانستان په هکله د شریکانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ ته سفر کوي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي شوي چې ټاکل شوې ښاغلی ویسټ به پدې سفر کې چې د جنوري د ۲۹ څخه د فبروري تر ۴ مې ادامه لري د متحده ایالاتو د شریکانو تر څنګ د افغانانو او بشري او مرستندویه سازمانانو د استازو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په هکله وغږیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د طالبانو وروستي فرمانانونو نړیواله ټولنه د فوق العاده ستونزو سره پداسې حال کې مخ کړي چې "مونږ کوښښ کوو خپلې ګټې خوندي وساتو او د افغان ولس ملاتړ وکړو".

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې د طالبانو د کوم ځانګړي بندیز یا بندیزونو یادونه نده شوې خو دې ډلې په غیر دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د دمیرمنو په کار کولو بندیز لګولی چې ملګرو ملتونو هم ویلي د هغوي په کارونو یې اغیز کړی.

پدې اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې توماس ویسټ به پدې سفر کې د خپلو انډولانو سره داسې یو موټی سیمه ایز او نړیوال غبرګون ایجاد کړي چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو او حیاتي مرستو ته د لاسرسي لپاره ټولیزه ژمنتیا ترې څرګنده شي.

د متحده ایالاتو ځانګړی استازي داسې مهال پاکستان، جرمني او سویس ته ځي چې طالبانو پدې تیرو څو میاشتو کې په پرله پسې توګه د میرمنو په کار، تعلیم، ګرځیدو راګرځیدو او نورو چارو ګڼ شمیر محدودیتونه او بندیزونه لګولي.

طالبانو په تازه اقدام کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

د طالبانو دا پریکړه د لوړو زده کړو په برخه کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د محدودیدو په برخه کې د یادې ډلې یو بل اقدام دی.

رویټرز خبري آژانس ویلي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دا حکم د کابل په ګډون د افغانستان د شمالي ولایتونو خصوصي پوهنتونونو ته شوی کوم چې ټاکل شوېده د فبروري میاشتې په وروستیو کې پوهنتونونو ته د داخلیدو د کانکور ازموینه واخلي.

په دې حکم کې زیاته شوې، هغه پوهنتونونه چې په دې لارښونې باندې عمل ونکړي، له قانوني اقداماتو سره به مخ شي.

په مؤسسو کې د طالبانو لخوا د میرمنو په کار د بندیز څخه وروسته په افغانستان کې نولس غیر دولتي مؤسسو چې د خوراک نړیوال پروګرام سره یې په چارو کې همکاري کوله، خپل فعالیتونه وځنډول.

د دې بندیز له کبله همدارنګه د ۴۳۷ ګرځنده کلینیکونو څخه ۱۱۵ یې تړل شوي چې نږدې د ۸۲ زرو ماشومانو، امیندوارو میرمنو او شیدې ورکوونکو میرمنو په روغتیایي حالت یې اغیز کړی.

په ملګرو ملتونو کې تر ټولو جګپوړې میرمنې آمنه محمد هم ویلي چې کابل ته پخپل تازه رسمي سفر کې یې "هر څه چې په وس کې و"، د طالب چارواکو سره په ملاقاتونو کې یې هغوي دیته هڅول چې د میرمنو د حقونو په هکله خپل بندیزونه لیرې کړي.

میرمن محمد همدارنګه د اسلامي نړۍ څخه وغوښتل چې د طالبانو سره مرسته وکړي چې "د ۱۳ مې پیړۍ څخه ۲۱ مې پیړۍ ته راشي".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو سرپرست حکومت یې تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان په رسمیت ندی پیژندلی.