شاته

د روسیې واګنر ګروپ په بهر کې اجیر سرتیري استخداموي - راپور

وروسته له هغه چې د روسي امنیتي ګروپ واګنر لخوا د روسیې څخه بهر د جنګیالیو د استخدام په هکله راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې پر واګنر ګروپ نوي بندیزونه لګوي او نړیواله جنایتکاره ډله به یې ونوموي.

په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه دوهم کال ته غځېږي، ډونباس، باخموت او سولیډار د دغې جګړې څو تاوده ډګرونه دي. په دغو ډګرونو کې د روسیې له لوري د واګنر ګروپ جنګیالي ښکېل دي.

شنونکي وايي چې د پوتین د نږدې ملګري یرګېني بریګوژین په مشرۍ دغه ګروپ اوس هڅه کوي چې د خپلو لیکو د پیاوړتیا په موخه د صربستان او نورو بهرنیو هیوادونو وګړي د جنګیالیو په توګه جلب کړي.

د میلیکیان څېړنیز مرکز څېړونکې، کېنډاس رونډو وايي، د واګنر ګروپ په جنګیالیو کې د بهرنیانو حضور نوې خبره نه ده.

هغه وايي: «موږ یې په لیکو کې په ښکاره ډول ګڼ شمېر صربستانیان وینو او یا هغه چې وايي ورسره ښکېل دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ډیریک شولیټ وویل چې د واګنر ګروپ لخوا د صربستانیانو استخدام، " د زغم وړ نه دی." او نورو امریکايي چارواکو هم دا دریځ تائید کړ.

ایسکوبار وویل: «واګنر د نړۍ په کچه یو خبیث ګروپ دی؛ دا ډول کار د هر هیواد لپاره بد دی، دلته غیرقانوني دی او په دې هکله ستاسې د حکومت دریځ واضح دی، زموږ د حکومت موقف په دې هکله روښانه دی.»

د نړیوالو څارونکو په خبره، ښايي دغه ګروپ د استخدام په جبري طریقو د قانون څخه سرغړونې کوي.

د کوپنهاګن پوهنتون استادې، سرخه مکلاوډ وویل: «په ځینو بېلګو کې زور او یا هم د کورنۍ د غړو په وړاندې ګواښونه کارول شوي تر څو خلک د واګنر ګروپ سره یوځای شي او په جګړو کې برخه واخلي.»

سره له دې چې په یوه تبلیغاتي ویډیو کې لیدل کېږي چې صربستاني سرتېري د روسانو سره یوځای تمرینات کوي خو یرګېني په صربستان کې د استخدام خبره ردوي.

د صربستان ولسمشر الیکزانډر ووسیک دغه ویډیو غندلې او په صربستان کې د استخدام هره هڅه یې د خپلو قوانینو خلاف بللې ده.

خو نړیوال شنونکي وايي چې د روسیې له بهره د جنګیالیو استخدام ممکن د مسکو لپاره د خپلو ځواکونو د تلفاتو کمولو یوه لاره وي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز څېړونکې، کټرینا ډکسي وویل: «واقعیت دا دی چې دا سرتېري په روسي سندونو کې نه دي ثبت؛ ځکه نو هر ډول خطرناکو ماموریتونو او په ځانګړي ډول د جګړې لومړیو کرښو ته لېږل کېدلای شي.»

د ځینو په خبره، واګنر ګروپ ددې تر څنګ، مسکو تر یوې کچې د هغو بشري سرغړونو د تورونو څخه ژغوري چې د جګړې پر مهال یې ترسره کوي.

د کوپنهاګن پوهنتون استادې، مېرمن مکلاوډ، وویل: «موږ ته رارسېدلي معلومات ښيي چې دوی په ډله ییزو وژنو، ځورونو، خلکو ورکولو، نیونو، جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي، لوټ او پر ملکي وګړو په ناڅاپي بریدونو کې ښکېل وو چې دا په ذات کې جنګي جنایتونه بلل کېږي.»

د امریکايي چارواکو د اټکلونو له مخې د واګنر د هغو ځوکوانو شمېر چې پهاوکراین کې په جګړه بوخت دي ممکن تر ۵۰ زرو تنو پورې وي.