شاته

اردوغان: شاید ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې ممکن ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني.

اردوغان ويلي دي چې ترکیه به له سویډن پرته په دغه سازمان کې د فنلنډ غړیتوب تائید کړي.

فرانس پرس وایي چې رجب طیب اردوغان نن یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغه نهمه) په یوې تلویزوني وینا کې وویل: «که ضروت و، د فنلنډ په اړه متفاوت ځواب ورکولای شو. سویډن به حیران شي که موږ فنلنډ ته متفاوت ځواب ووایه.»

فنلنډ او سویډن دواړو، تېرکال په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو هلې ځلې پیل کړي‌ دي.

امریکا هم په ناټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب ترلاسه کولو غوښتنه تائید کړې. د ناټو سازمان مقامات وايي د دغو هېوادونو د غړیتوب ترلاسه کولو پروسه ډېر وخت نیسي او باید ټول غړي یې د تائید لپاره رایه ورکړي.

ترکیه چې د ناټو یوازینی مسلمان غړی هېواد دی، د ځینو نورو شرایطو تر څنګ له سویډن څخه غواړي چې هلته مېشت ځینې کردي فعالان ترکیې ته وسپاري، خو سویډن دا غوښتنه نه ده منلې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغه وروسته روابط نور هم خراب شول چې ډنمارکي-سویډني ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د څو ورځې مخکې په سویډن د ترکیې سفارت مخې ته د مسلمانانو د سپڅلي کتاب [قران] یوه نسخه وسوځوله.

ترکیې او نورو مسلمانو هېوادونو دا کار وغنده او له دغې پېښې وروسته رجب طیب اردوغان وویل چې سویډن باید په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره دې له ترکیې څخه د ملاتړ تمه ونه کړي.

اردوغان وویل: «روښانه ده، هغو کسانو چې زمونږ د هیواد د سفارت مخې ته دا ډول سپکاوی وکړ نور نشي کولای د ناټو د غړیتوب لپاره د دوی د غوښتنلیک په اړه زمونږ څخه د خیر تمه وکړي.»

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو هم تېره سه شنبه وویل چې له سویډن څخه پرته به دوی په ناټو کې د شاملیدو په اړه غور کوي.