شاته

کوهاټ:تانده ډیم کې دکشتۍ چپه کیدو له امله 25ماشومان ډوب شوي،د10ؤ مړي راویستل شوي

دکوهاټ په تانده ډیم یا بند کې دکشتۍ اوړیدو له امله دیوې سیمې ییزې دیني مدرسې 25 زده کوونکي ماشومان اوبو کې ډوب شوي چې پکې د10 ماشومانو مړي راویستل شوي اؤ اووه نور ژوندي راویستل شوي دي.

دکوهاټ ضلعې دپولیسو ویاند ښاغلي ذیشان وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه نن داتوار په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې دکوهاټ دمیرباش خیل سیمې دیوې دیني مدرسې جامعه العربیه ترڅلویښتو پورې زده کوونکي ماشومان ددغه ډیم لیدنې ته ورغلي وؤ.

هغه وایي دیادو ماشومانو نه 25کسان په ډیم کې دچکر وهلو په غرض په کشتۍ کې سواره شوي وؤ چې دغه کشتۍ د اوپو منځ کې نسکوره شوه اؤ 25 واړه ماشومان په اوبو کې ډوب شول.

هغه ویلي په اوبو کې د ډوبو شوؤ ماشومانو عمرونه د اتوؤ نه نیولي تر څوارلسو کلونو دي.

دپېښې په رامنځته کیدو سره دپولیسو اؤ مرستندویه ادارې 1122 ډلې په سمدستي ډول دکوهاټ پېښور نه تانده ډیم ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالیتونه یې پیل کړي دي.

دپولیسو ویاند و وي او ای ډیوه ته ویلي دماشومانو راویستلو لپاره دپېښور نه هم دلامبوزنو کسانو ډله تانده ډیم ته رسول شوې ده اؤ هغوئ تر دې مهاله د10 ماشومانو مړي راویستلي اؤ 7نور یې دبې هوشۍ په حالت کې راویستلي دي.

دپولیسو لوړ پوړي افسران ډي ایي جي دارعلي خټک اؤ ډي‌ پي او عبدالروف بابر قیصراني دمرستې ددې فعالیتونو پخپله دڅارنې لپاره سیمې ته رسیدلي دي اؤ دپولیسو ویاند ډیوه ته ویلي چې داوبو نه دبې هوشۍ په حالت کې راویستل شوي اووه ماشومانو دعلاج لپاره په سمدستي توګه هسپتال ته لیږل شوي دي.

هغه وایي اته کسان لا اوس هم په اوبو کې ډوب دي اؤ دهغوئ د راویستلو لپاره عملیات دوام لري .

په پېښه کې د مړو شوؤ ماشومانو پیژندګلو د ارشاد،عزیر،احمد،مجید،ابوبکر،ثمین،وقار،حارث،واحد،نوشاد په نومونو شوې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00