شاته

د ایران دفاع وزارت د 'مهماتو جوړولو په یوې فابریکې د ډرون برید' شوی

ایران وايي چې د دفاع وزارت په یوې ودانۍ باندې یې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی. دا کار داسې مهال کېږي‌ چې له روسیې سره د ایران د بې پيلوټه الوتکو د مرستو او همکارۍ له کبله په تهران باندې انتقادونه شوي دي.

د ایران د دفاع وزارت ویلي دي چې د دافع هوا ځواکونو یې دوې ډرون الوتکې نسکورې کړې او یوه بله یې چاودېدلې ده.‌

دغه وزارت ویلي دي چې په دې پېښې کې،‌ چې په اصفهان کې شوې ده، د دفاع وزارت د دغې ودانۍ یوه برخه زیانمنه شوې او بل چاته زیان رسېدلی نه دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې په فضا کې لمبې لیدل کېږي، د خطر زنګونه کړنګېږي، د اضطراري حالاتو موټرونه د پېښې ځای ته روان دي او خلک اخوا دیخوا منډې وهي.

د ارنا خبري‌اژانس د دفاع وزارت د مقاماتو په حواله لیکلي دي: «د دفاع وزارت د یوې ودانۍ په یو ورکشاپ باندې یو ناکامه برید شوی...»

فرانس پرس د ارنا په حواله لیکلي دي چې دا برید د شنبې په شپه جنوري ۲۸ (سلواغه اتمه) په ځايي وخت د شپې په ۱۱:۳۰ شوی او د وزارت دغې ودانۍ ته یې کوم زیان رسولی نه دی او چارې یې هم ټکنۍ کړي نه دي.

ایراني‌مقاماتو د دفاع وزارت د د غې ودانۍ په اړه نور معلومات ورکړي نه دي،‌ خو ارنا وايي چې په برید کې د مهماتو جوړولو یوه فابریکه «په نښه شوې» ده.

د ایران د پارلمان غړي محمد حسن اسافري د مهر نیوز ته ویلي‌ دي‌ چې د ایران دښمنان او مخالفان غواړي د ایران «دفاعي ځواک» ګډ وډ کړي.

تر اوسه کومې ډلې او یا کوم هیواد د دې برید د کولو ادعا نده کړې. ایراني مقاماتو هم چا ته د پړې ګوته نیولې نه ده. ایران تیر کال د جولای په میاشت کې د کردي جنګیالیو یوه ډله ونیوله او ویلي وو چې د اسرائیل لپاره یې کار کاوه او پلان یې لره چې په اصفهان کې حساسي دفاعي فابریکې والوځوي.