شاته

شهباز شریف په زرداري دعمران خان تورونه غندلي ،بلاول وایي د دوي کورنۍ ته یې خطرې سېوا کړي

دپخواني وزیراعظم عمران خان ددې تورونو نه وروسته چې ګنې دهیواد پخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دده پسر ترهګرې ډلې ته پیسې ورکړې دي،دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعمران خان تورونه په سخته غندلي اؤ وایي په ښاغلي زداري لګول شوي تورونه بې مسولیته اؤ خطرناک دي.

دپیپلز ګوند چیرمین اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم وایي دعمران خان لخوا دده په پلار دلګول شوؤ بې اساسه تورونو نه وروسته ده ته ،پلار اؤ ګوند ته یې دترهګرو ډلو لخوا پېښې خطرې نورې سیوا شوي دي .

عمران خان تیره ورځ په پخواني صدر اؤ خپل سیاسي مخالف اصف علي زداري تور لګولی ؤ چې دده پسر یې یوې ترهګرې ډلې سره سودا کړې ده اؤ پیسې یې ورکړې دي.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعمران خان دې تورونو ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي دخپلو سیاسي مخالفینو پرضد سازشونه کول،تورونه لګول اؤ دهغوئ پرضد زهر خورول دعمران خان عادت دی.

هغه دعمران خان دا تور غیر ذمه دارانه اؤ خطرناک بللی دی اؤ ویلي یې دي قام ددې نه ښه خبر دی چې عمران نیازي دنفرت نه ډک سیاست کوي.

دپیپلز ګوند مشر اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي دي چې تر دې وړاندې ترهګرو ډلو ده ده اؤ دده ګوند په نوم یاد کړی اؤ ګواښونه یې ورته کړي دي اؤ اوس دعمران خان له لوري دده په پلار اؤ دهیواد په پخواني صدر تورونه ولګولی شول.

بلاول بوټو زرداري ویلي ددې تورونو نه وروسته ده،دده پلار اؤ کورنۍ ته پېښې خطرې نورې سیوا شوي دي اؤ دتاریخ په نظر کې نیولو سره دوي دې تورونو ته په بې کچه سنجیدګۍ سره ګوري.

بلاول بوټو زیاته کړې ده چې دوئ دعمران خان لخوا دلګول شوؤ تورونو په قانوني اړخونو هم غور کوي ځکه چې په تېرو وختونو کې هم هغه ویلي وؤ چې دده پلار یې په نخښه نیولی دی.

دښاغلي بلاول په بیان کې ویل شوي چې دعمران خان اؤ دهغه دملګرو دا تاریخ پاتې شوی چې دوي دترهګرو خواخوږي اؤ مرستیالان دي اؤ کله چې هغوئ‌ په واک کې هم وؤ نو ترهګر یې پرېښودي اؤ دجمهوریت استازي یې نیولي وؤ.

خارجه وزیر په عمران خان تور لګولی چې پخپله واکمنۍ کې یې خیبر پښتونخوا صوبه ترهګرو ته سپارلې وه اؤ وایي د دوي ګوند نن هم ترهګرو ته پنګې ورکوي.

عمران خان یا تحریک انصاف ګوند لا نیغ په نیغه د شهباز شریف اؤ بلاول بوټو دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودل خو په ټویټر پخپله رسمي پاڼه دتحریک انصاف خیبر پښتونخوا څانګې دخپل ایتلافي اؤ دهیواد دکورنیو دچارو دپخواني وزیر شیخ رشید یو ویډیو کلیپ خپور کړی په کوم کې چې هغه تور لګوي چې اصف علي زداري یوه ترهګره ډله دعمران خان وژلو ته ګمارلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتو ژبې د مزاحمتي شاعر ملا عبدالسلام اشېزي 49م تلين ولمانځل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00