شاته

سویډن له خپلو خلکو غوښتي چې د قران شریف له سوځېدو وروسته په ترکیه کې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي

واشنګټن – د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د شنبې یا خالي په ورځ په ترکیه کې له مېشتو سویډنیانو څخه غوښتي چې په سټاکهوم کې تېره اونۍ د یوه لېرې ښي اړخي سیاستوال لخوا د قران شریف د سوځولو پر سر راپارېدلو لاریونونو او ګڼې ګوڼې څخه دې ځان لېرې وساتي.

ترکیې همدارنګه وروسته له هاغې چې د سخت دریځه ښې اړخي سیاسي ګوند د رهبر رسمس پولادن لخوا په سټاکهوم کې د ترکیې له سفارت څخه د باندې یو جلد قران شریف وسوځول شو، له ناټو سره د سویډن او فنلېنډ د یوځای کېدو د غوښتنلیکونو پر سر خبرې هم ځنډولي.

د پولادن له دې کار سره په ترکیه او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه راوپارېدل.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله پاڼه بهر مېشتو سویډنیانو ته لیکلي، "په ترکیه کې له مېشتو سویډنیانو څخه غوښتل کېږي چې د پېښو په اړه دې ځان خبر وساتي او له لویو غونډو او لاریونونو څخه دې ځآن لېرې وساتي."

دوی زیاته کړې چې "په انقره کې د سویډن د سفارت او په استانبول کې د کونسلګرۍ مخې ته ښايي په راتلونکو ورځو کې هم لاریونونه دوام وکړی."

د پولادن له احتجاج وروسته د سویډن لومړي وزیر الف کرېسټرسن وویل، چې دی د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي.

د سویډن لومړي وزیر د قران شریف سوځول غندلي دي:

کرېسټرسن په ټویټر باندې لیکلي، "خو هغه څه چې قانوني‌ دي ضرور نه ده چې مناسب وي. د کتابونو سوځول چې اکثرو خلکو ته سپیڅلي دي د درناوي خلاف کار دی."

سویډن او فېنلېنډ تېر کال په اوکراین باندې د روس له یرغل وروسته له ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز کړی.

خو سویډن د ناټو د ټولو ۳۰ غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.‌

ترکیې ویلي، سویډن باید په ځانګړي توګه د دوی‌ په وینا د ترهګرو چې هغه د کردستان ترهګرو ډله بولي او دوی پرې د ۲۰۱۶ کال د کودتا تور پورې کوي څرګند دریځ غوره کړي او له هغې وروسته به بیا دوی په ناټو کې ددغو دوو هېوادونو د غړیتوب ملاتړ وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتو ژبې د مزاحمتي شاعر ملا عبدالسلام اشېزي 49م تلين ولمانځل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00