شاته

استخباراتي شبکې وایي خېبر پښتونخوا کې یې د ځانمرګو بریدکوونکو نیټورک نیولی دی

دپاکستان استخباراتي سرچینو دعوه کړې ده چې خېبر پښتونخوا کې یې د ځانمرګو برید کوونکو یو ستر نیټورک یا شبکه نیولې ده اؤ دهغوئ د ولکې څخه یې د افغانستان سیمونه، نشه یي توکي اؤ پېسې ترلاسه کړي دي.

د خالي په ورځ پاکستاني رسنیو دپاکستان داستخباراتي سرچینو له قوله ویلي دي چې د ترهګرو دانیټ ورک په 19مه جنورۍ دخېبر قبایلي ضلعې تخته بیګ په امنیتي پوسته دشوي ځانمري برید دپلټنو په ترڅ کې نیول شوی دی.

ټي ټي پي دپاکستان داستخباراتي شبکو ددې دعوې په هکله په سمدستي توګه څه نه دي ویلي.

په تخته بیګ امنیتي پوسته ترسره شوي ځانمرګي برید کې درې پولیس عسکر وژل شوي وؤ اؤ تحریک طالبان پاکستان ددغه برید پړه پغاړه اخستې وه.

سرچینې وایي دترهګرۍ له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو دمرمیو یا ګولیو توقې اؤ دځانمرګي تن د وجود ټوتې د معاینې یا فرانزک لپاره لیږلې وې اؤ هم یې ددغه برید دسي سي ټي‌ وي د ویډیوګانو تجزیه کړې وه چې دهغې په اساس ورته په 21مه جنورۍ اطلاع ترلاسه شوې وه چې دا ځان مرکی برید عمر نومې هلک کړی ؤ.

استخباراتي سرچینې وایي ځانمرګي عمر نومې تن سره دې برید کې دجمرود یو استوګن ستانه جان نومې تن کومک کړی ؤ .

په 23مه جنورۍ داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې امنیتي ځواکونو دځانمرګي برید کوونکي خپلوان فرمان الله اؤ عبدالقیوم ونیول شول اؤ ټي ټي پي څرګنده کړې وه چې ستانه جان په ترسره شوؤ عملیاتو کې وژل شوی دی.

په پاکستاني رسنیو دخپرو شوؤ رپورټونو له مخې په 27مه جنورۍ امنیتي ځواکونو دغه پېښې سره دتړاؤ لرونکو کسانو پرضد عملیات وکړل اؤ دفضل امین،فضل احمد اؤمحمد عامر اؤ حماد الله په نومونو یې څلور کسان ونیول.

امنیتي سرچینې زیاتوي چې دستانه جان پرضد ترسره شوؤ عملیاتو کې دوه افغان وګړي هم نیول شوي وؤ اؤ دپلټنو په مهال فضل احمد امنیتي چارواکو ته څرګنده کړې وه چې په تخته بیګ امنیتي پوسته ځانمرګي یو افغان وګړي کړی ؤ اؤ دغه افغان ستانه جان پاکستان ته را اړولی ؤ.

داستخباراتي شبکو پلټنو کې روښانه شوې ده چې ځانمرګي تن ته دچاودیدونکو موادو ډک جیکټ اؤ وسله ستانه جان ورکړې وه اؤ په کومه پوسته چې دا برید شوی ؤ دهغې عکسونه فضل احمد په 18مه جنورۍ پخپل موبایل اخستي وؤ.

پلټنې وایي چې ستانه جان شمالي وزیرستان کې دتحریک طالبان پاکستان شبکه فعاله ساتلې وه اؤ دخپلې استوګنې لپاره یې څلور کورونه کارول.

دپاکستان استخباراتي شبکو دځانمرګي برید کوونکو دنیټ ورکول نیولو دا دعوه په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دټي ټي پي وسله والو بریدونو کې چټکتیا راغلې ده اؤ ګڼ شمیر پولیس اؤ پوځیان په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې.

د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00