شاته

ایچ آر ډبلیو: نړیوال عدالت دې په افغانستان کې د ټولو جنګي مجرمانو خلاف اغېزمنو خلکو ته انصاف ورکړي

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې په جنګي جرمونو کې د ټولو لاس لرونکو تورنو کسانو خلاف د انصاف او د هغوی د سزا کېدو غوښتنه کړې ده.

هیومن رایټس واچ وايي، څنګه چې د جرمونو نړیوال عدالت په افغانستان کې د ممکنه نړیوالو جرمونو په اړه خپلې څېړنې پیلوي نو دا ضروري ده چې د دا ډول جرمونو ټولو اغېزمنو خلکو ته انصاف ورکړل شي.

د دې ادارې د اېشیا څانګې مشرې پېټریشیا ګوسمن د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي د افغانستان د شخړې د یوه اړخ جرمونو ته پام کول او د جګړې د اصل اغېزمنو خلکو له پامه غورځول به انصاف ته د رسېدو مخه ونیسي. مېرمن ګوسمن ویلي:

11م ستمبر له پېښې وروسته 2018م کال په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال وو. امریکې او افغان حکومت هوايي حملې ځکه زیاتې کړې او سخت پوځي‌ اقدامات یې وکړل چې د طالبانو د ځواکمنېدو مخه ونیسي، په دې کال کې تر 500 زیات عام خلک ووژل شول."

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پرون دا اعلامیه د 2018م کال د جنورۍ په 27مه د طالبانو له ‌خوا په کابل کې د جمهوریت روغتون مخې ته په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو په یاد خپره کړې ده.

د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته په یو امبولنس موټر کې د هغه ځانمرګي برید په نتیجه کې تر 100 زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور پکې ټپیان شوي وو چې ذمه واري یې طالبانو منلې وه.

د بشري حقونو د څار ادارې مشرې په خپل بیان کې د هغې نجلۍ یادونه کړې ده چې تر هغه برید څو شېبې مخکې یو دوکان ته ننوتې وه خو په برید کې سخته ټپي شوې وه او له برید وروسته یې تر سترګو وینې روانې وې او ویل یې کوڅه یې له مړیو ډکه لیدلې وه.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان په تېره جګړه کې په ځینو پېښو کې مخکینی جمهوري حکومت، امریکا او د اسټرېلیا په ګډون یو شمېر هېوادونه هم په غیرعدالتي وژنو کې ذمه وار ګڼلي دي. مېرمن پېټریشیا ګوسمن په خپل بیان کې ویلي:

"د هماغه 2018م کال په اپرېل مياشت کې پر يوه مدرسه د افغان حکومت په هوايي برید کې تر 30 زیات ماشومان ووژل شول او 50 نور ټپيان شول، حکومتي چارواکو پر دې پېښه بخښنه وغوښته خو له هیچا سره یې حساب ونه کړ".

دغه برید په شمالي ولایت کندز کې شوی وو، چې د زده کوونکو دیني‌ طالبعلمانو په ګډون په لسګونو کسانو په یوه مدرسه کې د دستاربندۍ په غونډه کې ګډون کړی وو.

د بشري حقونو د څار ادارې تور پورې کړی چې د تېر حکومت پوليسو او ځانګړو ځواکونو د ماشومانو د جنسي ځورونو په ګډون د خلکو په دوامداره تښتولو او ځورولو کې هم لاس درلود، خو وایي په داسې کارونو تورن کسان نه عدالت ته مخامخ او نه سزا شول.

په بیان کې راغلي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان بیان واکمن شوي په افغانستان کې یې په غیرعدالتي وژنو او د خلکو په لادرکه کولو لاس پورې کړی او داسې تګلارې یې عمل کړې دي چې د ښځو او نجونو حقونه یې محدود کړي دي. د ایچ آر ډبلیو د اېشیا څانګې مشره پېټریشیا ګوسمن وایي:

"طالبانو د دغو شدیدو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخیستی، د داسې کارونو ذمه واره کسانو په اړه پلټنه یا د هغوی خلاف قانوني ګام اخیستل خو لرې خبره ده".

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورې ادارې پر طالبانو تور لګوي چې له واک ترلاسه کولو وروسته یې د تېر حکومت او افغان ځواکونو یو شمېر غړي یې نیولي، ځورولي او په لسګونو یې وژلي دي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي‌ دي.

طالبانو له تېر څه کم یونیم کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي، په ولسي‌ ژوند کې پر ښځو له نورو ګڼ‌ شمېر بندیزونو سره سره یې هغوی له پوهنتونونو او په کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو کې له کاره هم راوګرځولې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00