شاته

پاکستان پيپلز ګوند: عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی

پاکستان پيپلز پارټۍ د عمران خان لخوا په اصف علي زرداري لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي یې دي عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د لاهور څخه د ويډيو لنک د لارې په يوه وينا کې د پاکستان پيپلز ګوند په مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري تور لګولی چې اصف زرداري د هغه د وژلو دپاره يو ترهګر تنظيم له پيسې ورکړي او د طاقتوره ايجنسۍ خلک یې سهولت کار دي.

عمران خان د مبینه طاقتوره ايجنسۍ نوم نه دی ښکاره کړی.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر سليم مانډي والا د عمران خان د تور په غبرګون کې ويلي، عمران خان په اصف علي زرداري د تور لګولو د لارې د قوم بې لارې کولو هڅه کوي.

مانډي والا تور ویلي عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی، په اصف علي زرداري یې د دروغو تورونه لګولي او د حکومت بدنامولو هڅې کوي.

هغه ويلي، عمران خان د دروغو او د بې لارې کوونکې بيانيې د لارې د خپل مړ سياست بچ کولو هڅه کوي.

عمران خان په ويډيو لنک بيان کې تور لګولی چې کله د هغه حکومت ختم کړی شو نو د هغه د وژلو سازش جوړ کړی شو او هغه خبر شوی وو چې څلورو کسانو په بندو کمرو کې د هغه د وژلو پلان جوړ کړی هغه ويلي ده بيا ويډيو جوړه کړې او بهر یې لېږلې چې که څه ورله وشو دا څلور کسان دي او په جلسه کې یې دغه خبره وکړه ځکه بیا دغه کسان په شا شو.

هغه تور لګولی چې بیا یې د ديني انتهاپسند د لارې د هغه د وژلو پلان [بي] جوړ کړو او ده بيا په دوه جلسو کې دغه خبره وکړه په هغه سازش کې دوی کامياب شوي وو خو دی بچ شو.

عمران خان بيا د پيپلز ګوند په مشر اصف علي زرداري تور لګولی چې د غبن پېسې یې ترهګرې ډلې له ورکړي او د طاقتوره ايجنسۍ خلک یې سهولت کار دي.

عمران خان نه د نورو درېو کسانو نومونه ويلي او نه یې د طاقتوره ايجنسۍ يا ادارې نوم اخستی دی.

تير کال د نومبر په درېمه نېټه د پنجاب وزیراباد ښار کې د تحریک انصاف په احتجاجي لانګ مارچ ډزې شوې او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پشمول پکې څو کسان ژوبل شوي او يو تن وژل شوی وو.

عمران خان د برید تور په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو لوړپوي افسر مېجر جنرل فېصل نصیر لګولی وو.

حکومت او پوځ د عمران خان دغه تور رد کړی وو.

او بيا د پنجاب حکومت د سپریم کورټ د حکم وروسته مقدمه درج کړې او یواځې يو ډزې کوونکی نیول شوی تن پکې نامزد کړی شوی وو.

او د تحریک انصاف ګوند مشرانو د دغه مقدمې منلو څخه انکار کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00