شاته

د اسرایل په سېناګاګ حمله کې اووه کسان وژل شوي

په یروشلم کې د جمعې په ورځ په یو سېناګاګ یا د یهوديانو په عبادتخانه حمله کې اووه کسان وژل شوي دي. اسرایلي پولیس ویلي حمله کونکی یې وژلی دی.

روېټرز خبري اداره وايي اسرایلي پولیس حمله د ترهګرۍ پېښه بللې چې په ترڅ کې يې تاوتریخوالي د زیاتېدو ویره راپورته شوې او په داسې وخت شوي چې د تېرو څو میاشتو راهسې په وېسټ بېنک د دوامداره جګړو په لړ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ لږ تر لږه نهه فلسطینیان ووژل شوو.

په سېناګاګ حمله په داسې مهال وشوه چې عبادت کونکو د انټرنېشنل هالوکاسټ رېمېبرېنس ډي یا د یهودیانو د قتل عام په یاد کې په یوه دستوره کې شرکت کولو.

روېټرز وايي که څه هم د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو فلسطیني مسلح ډلې حماس ترجمان حضام قاسم "دا اپرېشن په جنین کې د قبضې جرمونو ته جواب دی او د قبضې مجرمانه اقداماتو فطري ردعمل دی."

روېټرز وايي د حماس ترجمان په سېناګاګ د حملې ‌ذمه واري و نه منله.

اسرایلي مطبوعاتو وویل په سېناګاګ حمله کونکی د مشرقي یروشلم اوسېدونکی و خو اسرایل په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسرایل خارجه دفتر وویل په حمله کې اووه کسان وژل شوي خو د اېمبولېنس سروس ویلي په حمله کې پېنځه کسان وژل شوي دي.

روېټرز وايي په سېناګاګ د حملې په خبرونو خلکو لاریونونه وکړل او هوايي ډزې يې وکړې.

د یروشلم په مضافاتو کې په سېناګاګ د جمعې په ورځ حمله سيمې ته د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن کې ټاکل شوي دورې نه مخکې وشوه.

د امریکې خارجه وزارت، یا سټېټ ډپارټمنټ په یو بیان کې د حملې غندنه وکړه او ویې وېل سیمې ته د بلېنکن په مجوزه سفر کې څه بدلون نه دی شوی.

روېټرز: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي‌ دي


هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00