شاته

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر په دوه ورځو کې 32 روپۍ ګران شوی دی

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې پرله پسې په دویمه ورځ نوره بې قدره شوې او نن د جمعې په ورځ د پيسو د بدلوونکې اتحادیې په وينا يو ډالر د 266 روپو پورې رسېدلی دی.

پاکستان کې د پیسو بدلوونکې اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وي او اې ډيوه ته وويل، نن په پرانستي مارکيټ ډالر په 265 او په انټربېنک مارکيټ 266 روپو ته رسېدلی دی.

هغه وويل په دوه ورځو کې ډالر د 32 روپو پورې ګران شوی دی.

هغه وويل د دوی په نظر روپۍ به نوره بې قدره کيږي او يو ډالر ښايي د 270 روپو پورې وسي خو هيله څرګنديږي چې د بهر نه ملک ته پيسې راتلل پېل شي نو بيا روپۍ يو څه بيرته مستحکم کېدی شي خو چې د بهر نه ډالرې شي.

د پاکستان سټېټ بېنک د سرکاري شمېرو ترمخه پرون په يوه ورځ کې ډالر نزدې 15 روپۍ ګران شوی وو.

د سټېټ بېنک ترمخه په 25 جنورۍ د ډالر قيمت 230 اعشاريه 89 پېسې او پرون په 26 جنورۍ بیا په 255 اعشاريه 43 پيسې وو.

اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي د پاکستان اقتصاد ته په کتو ډالر به د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د 250 روپو نه تر 270روپو په مينځ کې وي.

پاکستان روپۍ ورځ تر بلې وروسته له هغې بې قدره کېدل پېل شوي چې دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د پيسو بدلوونکې اتحادیې ويلي وو، چې اتحادیې وړاندې په ملک کې د اقتصادي غېر یقيني صورتحال ختمولو دپاره د ډالر قيمت په ځای ودرولی وو اوس یې هغه پرېکړه بيرته واخسته او اعلان یې وکړو چې دوی به هم د پرانستي مارکیټ په بيعه ډالر اخلي او خرڅوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې سره معاهده وشي او ملک به د مشکلاتو نه ووځي خو قرباني او زغم به غواړي.

هغه نن په اسلام اباد کې د ګرين لاين ټرېن د پرانستې دستورې ته په وينا کې وويل، پاکستان د مشکلاتو سره مخ دی دا مشکل وختونه راځي خو هغه قومونه مخکې ځي چې په زړورتیا د مشکل حالاتو مقابله وکړي، او دعوه یې وکړه چې قوم به په خپلو پښو ودروو.

په پاکستان کې د نړيوالې مالياتې ادارې استازې ايشترو پيريز رويز په يو بيان کې ويلي، د پاکستان په خواست به د ادارې پلاوی يا ډله د روانې میاشتې د 31 جنورۍ څخه تر نهمې جنورۍ د دغه هېواد سفر کوي چې د پور د نهمې جايزې جاج یې واخلي.

هغې ويلي، پلاوی به د فنډ د پراختيا د نهمې جايزې لاندې مذاکرات کوي.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار وايي، پاکستان هغه ملک وو چې په 2013 کې ويل شوي وو چې څوک هم په حکومت کې راغلو ديواليه کيږي به خو هغه وخت بيا په درې کاله کې د ملک اقتصاد بدل کړی شوی وو خو نن پينځه کاله وروسته ملک کوم ځای ته رسېدلی دی د دې احتساب پکار دی.

هغه د عمران خان په وزیراعظمۍ د تير حکومت نوم وانخستو خو وی وويل، څه وشو چې ملک د 24 اقتصاد نه 47 اقتصاد ته ورسېدو، دا په تير پينځه کاله موده کې د ډان او پانامه په څېر ډرامو له امله دې ځای ته راورسېد.

هغه وویل پاکستان به د مشکل وخت نه ووځي او پرمختګ به وکړي خو دا یې ونه ويل چې ملک به کله د مشکل وخت نه ووځي.

اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د ډالر ګرانېدو سره به ګراني يو په دوه نوره سېوا شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00