شاته

ایا یوازې د ایي‌ ایم ایف پور پاکستان د اقتصادي ستونزو نه ویستلی شي؟

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هيله ښودلې ده چې په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د 7 اربه ډالرو د پور لوظنامه ترسره شي چې ورسره به هېواد د اقتصادي مشکلاتو څخه رابهر شي.

پاکستان اوس مهال د بد اقتصادي صورتحال سره مخ دی، د مرکزي بېنک سره د زر مبادلې ذخيره بيا د نهو کلونو لاندې کچې ته غورځېدلې ده او پاکستاني روپۍ نن په دويمه ورځ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی خو د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وايي هېواد به د اقتصادي دلدل څخه وځي او د ترقۍ په لوري به روان شي.

ټاکل شوې ده چې د ايي اېم اېف پلاوی به د روانې مياشتې په اخره کې د پاکستان سفر وکړي خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي اېم اېف پورونه د پاکستان د اقتصادي ستونزو يوازینی حل نه دی او د پوځ په ګډون شتمنې طبقې ته ورکړل کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته د وېنا په مهال د وزير اعظم شهباز شريف وېلي پاکستان په څنډه ولاړ دې او د مشکل وخت څخه تېرېږي.

د وزير اعظم وینا وه چې هيله من دی په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د قرض لوظنامه وشي او پاکستان به د اقتصادي ستونزو څخه راوځي.

هم دغه مهال د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت د معیشت د تباهۍ تور لګولی او وايي د اتحادي ګوندونو حکومت تر راتلونکې انتخاباتو وړاندې په دې کې بهتري راوستل غواړي.

ډار هم هيله څرګنده کړې ده چې دوى به د اقتصادي دلدل څخه راوځي او پاکستان به پرمختګ کوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نړيوالې مالياتي ادارې سره د قرض لوظنامې کېدو دا هيله په داسې حال کې ښودلې چې د 92 کروړه ډالرو د نور کمي وروسته د مرکزى بنک سره د زر مبادلې ذخیرې 3.6 اربه ډالرو ته غورځېدلې دي چې په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو ټيټه کچه ده.

د پاکستان روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په وړاندې خپل قدر بایلي او اقتصادي ماهرين د روپۍ په ارزښت کې د راغلي کمي په ترڅ کې د ګرانۍ خبرداری ورکوي.

نړيوالې مالياتي ادارې پرون د زيارت په ورځ اعلان کړی چې د نهمې ارزونې لپاره به د ادارې مشن د روانې میاشتې په 31 نېټه د پاکستان سفر کوي.

د سياسي او اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي ایم ایف قرض د پاکستان د خراب اقتصاد يوازینی حل نه دی.

د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوهه فدا حسین ډيوه ته وايي د پاکستان رياست هر کال شتمنې طبقې ته د اربونو روپو مراعات او په ټېکسونو کې معافیت ورکوي.

هغه وايي ددې تر څنګ پراخه اقتصادي او مالي اصلاحات کول هم لازم دي. پوځ او درامدي صنعت ته ورکړی کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي.

د تېر زيارت په ورځ نړیوالې مجلې فنانشل ټايمز هم په د پاکستان د اقتصاد په اړه خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د پاکستان اقتصاد د ډوبېدو په حال کې دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي که څه هم د ايي ایم ایف سره به د قرض لوظنامه پرځای شي خو د ادارې د شرطونو له کبله به د ګرانۍ نوې څپه راځي.

دی وايي نه ګڼي چې په ګرانې کې به کمی راشي او ددې بد اثر به په بې وزله خلکو تر ټولو زیات وي او د ګرانې کچه چې اوس 25 فيصدى ده نو دا به 37 فيصدى رسي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00