شاته

ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو او سويس استازو د افغان ښځو وضعيت د نه‌منلو وړ بللی

د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر ښځینه غړې په دې باور دي، چې که نړیواله ټولنه د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، دوی به پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو لګولو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

د بدخشان ولایت یوې زده‌کوونکې او د مدني ټولنې فعالې مریم رسولي ازادي راډیو ته وویل: "که دغه ډله له‌مينځه نه‌شي وړی، نو په هغوی دې فشار زیات کړي، چې د ښوونځيو، پوهنتونونو او هغه دفترونو دروازې، چې ښځو په‌کې کار کاوه، پرانيزي، که نړيواله ټولنه په دغه ډله (طالبانو) فشار واچوي، هغوی به په يوه ورځ يا يوه اوونۍ کې خپلې پرېکړي بدلې کړي او يا به وتښتي."

"که دغه ډله له مينځه نه‌شي وړی، نو په هغوی دې فشار زیات کړي

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو او سویس هېوادونو استازو، په افغانستان کې د ښځو وضعیت د نه منلو وړ بللی دی.

د دغو دواړو هېوادونو استازو په خپلو ټويټرپاڼو کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ښځو، سولې او امنيت په اړه، غیر رسمي ډلې د متحده عربي اماراتو او سويس په ګډې مشرۍ د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ غونډه کې، د پنجشنبې په ورځ د افغان ښځو پر وضعيت خبرې وشوې.

په ملګرو ملتونو کې د سویس استازې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د منلو وړ نه‌دی او سوله او امنیت د جنسیت له برابرۍ سره نه شلېدونکی تړاو لري.

په همدې حال کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې افغانستان ته د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د سفر پایلې وڅېړي.

ویل شوي، چې مېرمن محمد به له طالبانو سره د خپلو خبرو او د افغانستان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

کابو دوه اوونۍ وړاندې، مېرمن امينې د ملګرو ملتونو د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې له يو شمېر طالب چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د کار او زده‌کړې د حق د خونديتوب په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له‌مخې تر اوسه د طالبانو له لوري په دې اړه کوم څرګند ځواب نه‌دی ترلاسه شوی.

طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.
طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.

په همدې حال، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ورته نورې غونډې د افغانستان پر وضعیت هېڅ اغېز نه‌‌‌لري.

"موږ ولې اوس هم له نړۍ دوکه خورو؟

نوموړې وايي: "موږ ولې اوس هم له نړۍ دوکه خورو؟ او فکر کوو چې که د امنیت شورا د افغانستان په اړه د دروازې تر شا او یا د دروازې تر مخې، د تړلو دروازو تر شا یا د خلاصو دروازو تر شا غونډه وکړي، دا به د افغانستان پر حالت ډېر اغېز وکړي او زه دې ته هم حيرانه يم چې ولې نړۍ فکر کوي چې اوس هم موږ غولولی شي؟ بس دی! تر څو چې امریکا پخپله دا پرېکړه ونه‌کړي چې له طالبانو سره يې اړيکې تړلي، په دې صورت کې د بدلون امکان شته، که نه نو د بدلون امکان نه‌شته."

له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه
له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه

خو په وروستيو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنۍ کړنې به بې ځوابه پاتې نه‌شي او د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي.

د امینه محمد له سفر وروسته د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو په چارو کې د سرمنشي مرستيال مارتین ګریفیتس کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار کولو د حق په اړه خبرې وکړې.

له دغه سفر وروسته له CNN سره په مرکه کې هغه وویل، چې یو شمېر طالب وزیرانو ورته ویلي چې دوی پر یوې کړنلارې کار کوي چې ښځو ته د بشري مرستو په بهیر کې د کار کولو اجازه ورکړي.

اړوند مطالب