شاته

ټاکل شوې امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړه کړي

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (جمعه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

دا غونډه افغانستان ته د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایریږي.

په ملګروملتو کې د متحده عربي اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه جوړېږي او امينه محمد به د خپل وروستي سفر په باب شورا ته معلومات ورکړي.

د ده په وینا دا به ناعلني غونډه وي او په لړ کې به یې امينه محمد له طالبانو سره پر خبرو کې، هغو پیغامونو چې هغوی ته یې رسولي او د وضعیت په اړه پر خپلې ارزونې نظر څرګند کړي.

ښاغلي مطر ویلي، د دې سفر حساس ماهیت او په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د بندو دروازو شا ته غونډه د امنیت شورا لپاره لا اغېزمنه او تر ټولو مناسبه ده څو د سرمنشي د مرستیالې نظرونه واوري.

امینې محمد د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې په پنځمه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، له طالب چارواکو سره په کتنو کې یې هڅه وکړه چې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو غږونه هغوی ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستيالې امينه محمد ليدنه
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستيالې امينه محمد ليدنه

د هغې په وینا، د طالبانو یوازینی ټینګار دا و چې په رسمیت وپېژندل شي او په ملګروملتونو کې استازی ولري.

د سیاسي چارو افغان شنونکی مشتاق رحیم ستانکزی هم باور لري چې طالبان د ښځو د کار او تعلیم په مخنیوي سره غواړي چې پر نړیوالو فشار راوړي.

نوموړی وايي: "طالبان د ښځو د کار او تعلیم په مخنیوي سره غواړي چې پر نړیوالو فشار راوړي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني."

امینې محمد په عین حال کې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره مرسته وکړي چې له دیارلسمې پېړۍ څخه راووځي او د یوېشتمې پېړۍ په لوري حرکت وکړي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې څرګنده کړه، طالبانو ورته وویل چې د مېرمنو د ساتنې هڅه کوي خو د هغې په وینا د طالبانو دا تګلاره د مېرمنو "ځپل" دي.

مشتاق رحیم ستانکزی وايي، کابل ته د ملګروملتو د چارواکو وروستي سفرونو او له طالبانو سره خبرو خوشبیني پیدا کړې چې ګوندي طالبان خپل دریځونه نرم کړي.

په همدې حال کې د ملګروملتو یوه بل جګپوړي چارواکي مارتین ګریفیتس پرون وویل، چې طالب چارواکي غواړي نوي مقررات اعلان کړي چې پر اساس به یې ښځې په ځینو مرستندویو عملیاتو کې د کار اجازه ترلاسه کړي.

په بشري چارو کې د سرمنشي مرستیال ښاغلي ګریفیتس وویل چې د کابل د سفر په لړ کې یې د طالبانو له ډېرو وزیرانو څخه هیله بښونکي پیغامونه ترلاسه کړي دي.

طالبانو، چې په ۲۰۲۱ کې له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې وې، په وروستیو کې یې نجونې او ښځې له پوهنتونونو او په ناحکومتي مؤسسو کې له کار کولو هم منع کړې.

د دوی دا ډول اقدامات په افغانستان او نړۍ کې له سختو عکس العملونو سره مخامخ شول.

اړوند مطالب