شاته

ګریفټس: هیله ده طالبان د ښځو د کار په اړه لیکلی لارښود خپور کړي

د ملګرو ملتونو مرستیال مارتین ګریفټس وايی چې نړیوال بشري مرسته رسوونکي له طالب مشرانو سره خبرې کوي او هڅه یې دا ده چې په بهرنیو ادارو کې د ښځینه کار کوونکو لپاره نوره استثنی هم ورکړل شي او طالبان په دې اړه یو لیکلی لارښود خپور کړي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال ګریفټس رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له طالبانو سره یې په خبرو کې ښکاره پیغام دا وو که «که له موږ سره د دغه بندیز په لېرې کولو کې مرسته نشئ کولای، موږ ته استثنی قایل شئ چې ښځو ته د کار اجازه ورکړو».

د طالبانو حکومت په افغان نجونو او ښځو باندې د زده کړو او کار د بندیز تر څنګ، په بهرنیو ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

ګریفټس وویل چې طالبانو په تعليمي او روغتیايي برخو کې د ښځو د کار په اړه استثنی منلې او داسې نښې ښکاري چې د کرنې او زراعت په برخه کې هم د ښځو کار ته استثنی قایل شي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران په ترڅ کې د جدي ناروغیو او ماشومانو د سوء تغذیي د مخنیوي لپاره، د غذا، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې ډېر کار ته ضرورت دی.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د طالبانو یو ویاند د ښاغلي ګریفټس د څرګندونو په اړه تبصره ونکړه. ګریفټس وویل چې په تېرو څو ورځو کې هغوی له طالب مشرانو سره بحثونه کړي دي او مرسته رسوونکي ادارې هیله لري چې طالبان به په څو اونیو کې یو لیکلی لارښود خپروي او په ډېرو نورو سیمو کې به په خیریه ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي.

هغه وویل: «راتلونکې څو اونۍ ډېرې مهمې دي چې وکتل شي خیریه ټولنه پاتې کېدلای او کار کولای شي که نه.»

خو هغه لا هم مطمین نه دی چې په دې اړه به د طالبانو پرېکړه څه وي خو اشاره یې وکړه چې ښايي په کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې طالب مشران له دغې پرېکړې سره ستونزه ونلري. هغه زیاته کړه چې باید په کابل، کندهار او ولایتونو کې له طالب مشرانو سره خبرې وشي.

نوموړي په کابل کې د نورو طالب مشرانو تر څنګ د هغوی د حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم ولیدل. انس حقاني ویلي، چې زده کړې د «ټولنې اساسي اړتیا» ده. خو دا یې منلې ده چې د طالب مشرانو په منځ کې «په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ» دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړ او بیا یې په ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول چې نړیوالې ټولنې غندلي دي او لا هېڅ یو هېواد هم ددوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.