شاته

ملګري ملتونه:سږکال افغانستان کې 28.3 ميلينه خلک د ژوند ژغورلو لپاره مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل وروستي راپورکې ويلي چې سږکال په افغانستان کې 28،3 ميلينه خلک يعنې د هېواد په دریوؤ کې دوه برخې ابادي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتيا لري چې په تېرو پنځوؤ کلونو کې 350 فيصده زياتوالی دی۔

کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د جمهوريت له منځه تللو او د طالبانو واک ته د رسېدو وروسته دبهرنيو مرستو تړل کیدواو د بې روزګاۍ دکچې لوړېدو له امله په هېواد کې د خلکو مرستو ته اړتيا سېوا شوې ده۔

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل ورستي راپور کې ويلي چې افغانستان مخ په زياتېدونکي بشري ناروين سره مخ دی او په دې هېواد کې روان کال 28،3 ميلينه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري۔

د ادارې د رپورټ ترمخه په کال 2022 کې دغه شمېره 24،4 او په کال 2021 کې 18،4 ميلينه مخې ته راغلې وه۔

په افغانستان کې مېشت ټولنيز فعال او د اقتصادي چارو کار پوهه بېدار حليمي وي او ای ډيوه ته وايي چې د جهموريت په دوره کې به هم د خلکو سره مرستې کېدلې خو د جمهوري نظا له سقوط وروسته زياتره مرستې بندې شوې،

هغه وایي سرمايه کاري اغېزمنه شوه او ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شول چې له وجې ېې د بشري مرستو طلب سېوا شو۔

" کله چې جمهوريت سقوط شو، هغه مرستې ودرېدلې، بنکي نظام خراب شو، د خلکو د بې کارۍ او د نوي نظام د راتګ سره د خلکو دندې پرېښودلو او د بهرنيو سرمايه دارانو نه سرمايه ګزاري يا خپلې سرمايې د افغانستان نه ويستل هغه وجوهات دي چې د خلکو يې مرستو ته اړتيا پېدا کړه"

اوچا ويلي په داسې حال کې چې هېواد د وچکالۍ په څیر شرایطو کې دریم پرله پسې کال او د اقتصادي زوال دوېم کال ته ننوځي په افغانستان کې 17 ميلينه خلک کال 2023 کې د سختې لوږې سره مخ دي۔

د افغانستان دننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې مېشت مزدورکار مهربان ستومان وي او ای ډيوه ته وويل چې د مياشتې خواوشا 8،000 افغانۍ ګټي خو د کور ضرورت يې پرې نه پوره کېږي.

نوموړی وايي د زياتې ګرانۍ او لږې ګټې له وجې په قرض کولو مجبوره دی۔

" داسې نه ده چې دغه پېسې به زمونږ لپاره کفايت وکړي، دغه پېسې بسنه نه کوي، دا چې تحول راغلی دی د 120،000 افغانيو نه زیات په ما پورونه اوختي دي، کلي کې چې کوم دوکانونه دي او دغه شان چې کوم ملګري مې دي هغوی نه مې پورونه کړي دي"

د اوچا په راپور کې ويل شوي چې د روان کال لومړو دريو مياشتو کې به د ژمي بدو اغېزو، د خوراکي توکو د قيمتونو سېوا کېدو د امدن د کموالي، بې روزګارۍ او د دوام داره اقتصادي کمښت له وجې وضعيت خرابېدای شي۔

په افغانستان کې د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي په وروستيو کې ډيوه ته ويلي وو چې د پرمختيايي پروژو د لارې خلکو لپاره د کارزمينه برابرولی شي۔

طالبانو تېر کال د اګست په 15 د کابل له واک ترلاسه کولو وروسته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی خو د نړی يو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

داقتصادي چارو پوهان وايي د طالبانو له واکمنۍ راپه دېخوا د بهرني امداد کمېدو او د هېواد شتمنو کنګل کېدو سره په هېواد کې اقتصادي بحران رامنځ ته شوی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د بمبارۍ باوجود ځينې خلک د اوکرين په ښارونو کې ژوند تېروي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00