شاته

امريکې او جرمني یوکرېن ته د ټېنکونو ورکولو اعلان کړی

امريکا او جرمني فېصله کړې چې یوکرېن ته به د روس په ضد جديد ټېنکونه ورکوي.

د جرمن وزیر اعظم اولف شولز ترجمان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې برلن به کییف ته ۱۴ ليپرډ ټو نومې ټېنکونه ورکوي.

په بیان کې وېل شوي چې جرمني به نېغ په نېغه دغه ټېنکونه یوکرېن ته ورکوي او د ليپرډ ټېنکونو استعمالولو دپاره به زر به د یوکرېني ځواکونو تربیت په جرمني کې شروع شي.

جرمني د اعلان نه مخکې پولېنډ اراده څرګنده کړې وه هېواد به د خپل وسله تون نه د جرمني جوړ ليپرډ ټېنکونه یوکرېن ته ورکړي.

امريکايي مېډيا وايي‌ امکان دی چې د صدر باېډن انتظاميه به د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوکرېن ته د اېم ون ابراهم نومې ټېنکونو ورکولو رسمي اعلان وکړي.

د امريکې دغه فېصله د جرمني سره شوي يوکرېن ته د ټېنکونو لېږلو په اړه د يوې سفارتي جوړ جاړي برخه ده چې په لومړي ځل د امريکې وال سټريټ جرنل نومې مجلی خپره کړې وه.

په دغه رپوټ کې دامريکايي چارواکو له قوله ليکل شوي دي چې امريکا غواړي يوکرېن ته د درېرشو نه زيات اېم ون ابراهم ټېنکونه ولېږي.

امريکايي چارواکي چې د دغې فېصلې کره معلومات لري وي او ای ته د نهې په ورځ ويلي صدارتي ماڼۍ يا وهاېټ هاوس کې په دغه پرېکړه کار روان دی خو وايي په دې به لږ وخت اولګي چې يوکرېن دغه ټېنکونه د روس په ضد د جنګ سنګر ته بوځي.

ځينې امريکايي چارواکي د دغه خبرې مخالفت کوي او وايي‌ يوکرين دومره توان نه لري چې د دغه جديد ټېنکونو مرمت وکړي
ځينې امريکايي چارواکي د دغه خبرې مخالفت کوي او وايي‌ يوکرين دومره توان نه لري چې د دغه جديد ټېنکونو مرمت وکړي

چارواکي وايي داسې امکان هم شته چې امريکا دغه ټېنکونه د نورو ملکونو نه واخلي او په امريکا کې يې نور مرمت وکړي او بيا يې يوکرېن ته واستوي، ځکه به په دې کار وخت لګي.

يوکرېن ته د امريکايي ټېنکونو په خبر روس سخت غبرګون ښودلی.

په امريکا کې د روس سفير اناټولي اېنټونوف په يو پېغام کې ويلي يوکرېن ته د امريکې لخوا د ټېنکونو ورکول د روس د پآرولو يو بل ګام دی، "دا ښکاره خبره ده چې واشنګټن قصدا مونږه له په دغه جنګ کې ماتې راکول غواړي."

هرڅه که د صدر باېډن انتظاميه په دې غور کوي چې اېم ون ابراهم ټېنکونه يوکرېن ته واستوي خو ځينې امريکايي چارواکي د دغه خبرې مخالفت کوي او وايي‌ يوکرين دومره توان نه لري چې د دغه جديد ټېنکونو مرمت وکړي.

د پېنټاګون پرېس سېکټري بريګيډير جنرل پېټرک راېډر ويلي،

"مونږه يوکرېن ته جنګي اهليت ورکوو خو د اېم ون ابراهم ټېنکونو نظام دومره پېيچېده دی چې دا به د يوکرېن د پاره لوي چېلنج وي ، دا خبره پرون هم ريښتيا وه، نن هم او سبا له به هم دا يو حقيقت وي،"

د دې نه وړاندې جرمني هم خپل مشهور ليپرډ ټېنکونه يوکرېن ته د لېږلو اراده څرګنده کړې، رپوټونه وايي‌ د يورپ د ډېرو ملکونو د پوځ سره د جرمن جوړ ليپرډ ټېنکونه دي چې شمېره يې د دوه زرو نه زياته ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


د بمبارۍ باوجود ځينې خلک د اوکرين په ښارونو کې ژوند تېروي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00