شاته

سپینه ماڼۍ: اوکراین کې د مسکو ۹۰ سلنه مرګژوبله، ګمارل شوي بندیان جوړوي

سپینې ماڼۍ په وروستیو کې تائید کړې چې د واګنر ډلې په نامه د روسیې د نظامي خدمتونو یو خصوصي شرکت په کافي اندازه بندیان ګمارلي چې هغوی نه یوازې د اوکراین جګړې ته استول شوي بلکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې له بندیانو سره ناوړه چلند هم کړی دی.

د سپينې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې اوکراین ته د استول شویو بندیانو د مرګژوبلې کچه "فوق العاده" پورته ده.

کربي زیاته کړه:" فکر کوم ۹۰ سلنه تلفات محکوم شویو زندانیانو ته رسیدلي دي."

په داسې حال کې چې روسیه په اوکراین کې د خپلې سیمې د دفاع هڅه کوي، امریکایي چارواکي په دې باور دي چې کرملین په زیاتیدونکي شکل هغو بندیانو ته اړتیا لري چې د واګنر ډلې له خوا ګمارل کیږي.

د متحدو ایالتونو د وړاندوینو له مخې، واګنر ډلې چې د یوګني پریګوژي له خوا مدیریت کیږي، د اوکراین جګړې ته ۵۰ زره ځواکونه استولي‌چې له دې ډلې ۴۰ زره محکوم زندانیان دي.

پريګوژي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د باور وړ شتمن کس دی چې د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې په ټوله روسیه کې څو زندانونو ته ولاړ څو له هغه ځایه د اوکراین جګړې ته کسان وګماري.

د هغه هڅو تر ډیره ښه نتیجه ورکړه او په لس ګونه زره بندیانو له واګنر سره د یوځای کیدو ژمنه وکړه.

د مدني حقونو د ډلې اجرایوي مشرې والګا رومانوا امریکا غږ ته وویل چې محکوم زندانیانو له واګنر ډلې سره د شپږو میاشتو قرار داد کړی او هره میاشت درې زره ډالر ترلاسه کوي. خو د هغوی اصلي هدف د پيسو ترلاسه کول ندی.

میرمن رومانوا وویل:"د هغوی (محکوم زندانیان) اصلي انګیزه آزادي ده. هغه محکومین چې د واګنر سره یوځای کیږي، ژمنه ورسره کیږي چې د قرار داد له پای ته رسیدو وروسته، په بشپړ ډول بښل کیږي."

خو د مدني حقونو ددغې فعالې په وینا د جګړې په لومړۍ کرښه کې ددغو بندیانو د ژوند واقعیت په خاص دول د واګنر د قومندانانو له خوا له هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستنه ډیره ټکان ورکونکې ده. له دې بندیانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ددې لامل شوی چې له یادې ډلې سره د بندیانو د یوځای کیدو شمیر د پام وړ کم شي.

رومانوا زیاته کړه، له واګنر ډلې سره د محکومو زندانیانو په بهیر کې د کموالي عمده دلایل، غیر قانوني اعدامونه، د ژمنو نه عملي کیدل او ډیر زیات تلفات دي.

د اوکراین د ولسمشر سیاسي سلاکار میخاییلو پودولیاک تیره اوونۍ پر یو ټویټ ولیکل چې" د ۳۸ زره و ۲۴۴ روسي بندیانو څخه چې د اوکراین جګړې ته استول شوي وو، ۷۷ سلنه یې وژل شوي، ټپي شوي‌ او یا هم لادرکه دي."

خو مسکو د خپلواکو سرچینو له خوا خپرې شوې شمیرې رد کړي او ادعا یې کړې چې په اوکراین کې د هغوی د ځواکونو کړنې د پلان سره سم پر مخ ځي او خپلې لاسته راوړنې ساتي.

د روسي چارواکو دا څرګندونې د جګړې د میدان له عیني واقعیتونو سره توپیر لري. روسیي ځواکونو د تیر کال په وروستیو کې د اوکراین له سهیل او شمال شرقي سیمو څخه شاتګ وکړ.

پر دې سربیره، روسیې په زرګونه محکوم بندیان د دونباس په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول او ولسمشر پوتین د تیر کال په سپټمبر کې، ۳۰۰ زره غیر نظامي ځواکونه سمبال کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر واګنر ډلي باندې چې د نظامي خدمتونو یو خصوصي شرکت دی، بندیزونه لګولي دي. په همدې ډول اروپايي ټولنې، بریټانیا، آسترالیا او کاناډا هم پر دې شرکت بندیزونه لګولي دي.