شاته

ګڼو سازمانونو او چارواکو يو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستلو غوښتنه کړې

افغانستان کې ځینو مېرمنو چې ځانونه «د ښځو د خودجوشه غورځنګ» غړي معرفي کوي، د سې‌شنبې په ورځ د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي پیغامو کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت تېره شپه په خپل ټویټر کې د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د متخصصانو د ډسمبر د ۲۹مې نېټې اعلامیه بیا خپره کړې، چې په هغې کې ویل شوي چې له زده‌کړو انکار کول تبعيض دی.

نوموړي ويلي: "له تعلیم انکار کول تبعیض او تر ټولو جدي ناتوان کول دي. دا کار زموږ نړۍ نېستمنوي، د خلاقیت، نبوغ او د بشریت د څه باندې نیمايي برخې د مشارکت مخه نیسي."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د اضطراري مرستو د همږغۍ مرستیالې جویس سویا (Joyce Msuya) په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا د خواشینۍ وړ ده چې نن سبا په افغانستان کې ښځې او نجونې د تعلیم له فرصتونو بې برخې کړای شوي. دوی د خپل ظرفیت د تحقق لپاره د هر فرصت مستحقې دي."

د کابل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هر څوک د تعلیم او تحصیل حق لري.

پر دې سربېره د افغانستان د خلکو له باثباته او سوکاله راتلونکي سره مرسته کوي.

د اعلامیې له‌مخې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د برابر تعلیم د برابرېدو غوښتنه کوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ولس او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې د طالبانو حکومت تعلیم د هر افغان لپاره اړین بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معیاري تعلیمي خدمات وړاندې کړي.

په اعلامیه کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې ولې لا هم نجونو ته اجازه نه‌شته چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل ټویټر کې لیکلي، تعلیم یو اساسي حق دی، چې تحول رامنځته کوونکې تجربه ده او د ټولنې د ټولو برخو په ګټه دی.

د اوچا په وینا، نن سبا یو ملیون او یو لک نجونې له منځنیو ښوونځیو او یو لک نورې نجونې او ښځې له پوهنتونو بې برخې شوې دي.

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي: "له هر اړخیز او عادلانه تعلیم او ټولو ته له دایمي فرصتونو پرته هېوادونه نه‌شي کولی پر جنسیتي برابرۍ بریالي شي او د بې‌وزلۍ هغه چرخ مات کړي، چې په ملیونونو ماشومان، ځوانان او پوخ عمره کسان یې تر شا پرېښي دي."

"له هر اړخیز او عادلانه تعلیم او ټولو ته له دایمي فرصتونو پرته هېوادونه نه‌شي کولی پر جنسیتي برابرۍ بریالي شي

د ښځو د حقونو فعالې نظیفې احمدشاهي ازادۍ راډیو ته وویل، طالبان د وخت په تېرېدو سره خپلې لومړۍ دورې په څېر پر ښځو او نجونو فشارونه لګوي.

هغې په دې برخه کې له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړې وويل: "که چېرې نړیوال پر طالبانو فشار راولي، زه ۹۰ فیصده ډاډمنه یم چې د نجونو پرمخ به ښوونځي، پوهنتونونه او نور تعلیمي مرکزونه بېرته پرانیستل شي. که چېرې نړیوال دا کار په اخلاص سره وکړي."

پرون د جنورۍ ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ وه او سږکال دغه ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې وه.

له فشارونو سره- سره څه کم ۵۰۰ ورځې کېږي، چې طالبانو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او تېره میاشت یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

اړوند مطالب