شاته

ملګروملتونو ته د ۱۸۲ استادانو ليک: پر طالبانو فشار راوړئ چې پر کار او تحصيل بنديز ليرې کړي

پر نجونو او مېرمنو د زده‌کړو او کار د بنديز ليرې کولو بياځلي غوښتنه.

هغه لیک چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته لیکل شوی او د افغانستان د پوهنتونونونو ۱۸۲ تنو استادانو چې ډېر یې په بهر کې دي پرې لاسلیک کړی، په‌کې غوښتنه شوې چې دا سازمان دې له ټولو امکاناتو کار واخلي چې نجونو ته بېرته په افغانستان کې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

په دې لیک کې ویل شوي چې، طالبان له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په منع کولو سره هغوی له ټولنې حذفوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کوي.

"په دې لیک کې ویل شوي چې موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږئ

په تېر جمهوري حکومت کې د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر چې دا لیک یې لیکلی او د ۱۸۲ استادانو لاسلیک یې پرې اخیستی، ازادي راډيو ته وویل په دې لیک یې له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او تر هغو دې طالبان په رسمیت ونه پېژني، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی.

نوموړي وويل: "په دې لیک کې ویل شوي چې موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږئ، له هغوی څخه د حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو په برخه کې ملاتړ وکړئ، د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې پر ښځو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي. ښځې باید کار وکړي او نجونې باید بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته راوګرځي."

عباس بصير
عباس بصير

ښاغلی بصیر زیاتوي په دې لیک یې د دې ترڅنګ چې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې پر نجونو د زده‌کړو د بندیز په لرې کولو کې ونډه واخلي، ورسره یې له دې سازمان څخه غوښتي چې له هېواده بهر دې افغان ځوانانو په ځانګړې ډول نجونو ته د زده‌کړو زمینې برابرې کړي.

هغه مرستې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د طالبانو له ادارې سره کېږي، پرې ودروي

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي چې د ملګرو ملتونونو سازمان سرمنشي ته یې لیکلی لیک لاسلیک کړی، ازادي راډيو ته وویل، له زده‌کړو د نجونو منع کول د اسلام د دستوراتو او ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، ځکه دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې په لومړي قدم کې دې دا ستونزه د ډيپلوماتیکو لارو حل کړي، خو که دا لاره هم نتیجه ور نه کړي، باید نور اقدامات وشي.

ښاغلی عبيدي وايي: "که چېرې ډيپلوماتیکو هڅو ته طالبان ژمن نه و، په دویم قدم کې دې هغه مرستې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د طالبانو له ادارې سره کېږي، پرې ودروي، تر هغو چې دوی مجبور شي چې بېرته د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي."

د پوهنتونونو یو شمېر افغان استادان داسې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک لېږي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد کابل ته تللې وه او له طالبو چارواکو سره یې د نجونو د زده‌کړو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

اغلې محمد د دې څلور ورځني سفر په پای کې ویلي و، چې د ښځو د حقونو په برخه کې لږ پرمختګ شوی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې افغان نجونې او ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي.

اړوند مطالب