شاته

نن د اروپايي ټولنې يوه غونډه کې د افغان نجونو او مېرمنو پر محدوديتونو خبرې کېږي

ټاکل شوې چې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې تایید کړه چې، د افغانستان موضوع د سبانۍ غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده.

نوموړې ويلي: "دغه غونډه چې سبا جوړیږي، مشري به یې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیتي چارو مشر جوزیف بوریل کوي. د بهرنیو چارو وزیران په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، ونیزیویلا، ایتوپیا او مونتینګرو پر وضعیت خبرې کوي."

مېرمن میزرالي په دې اړه نورجزیات ورنه‌کړل خو اروپایي ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتي مؤسسو کې له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي.

په بروکسل کي د نننۍ غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې یعنې پرون د اروپایي پارلمان مخته په یوه لاریون کې په افغانستان کي د نجونو او ښځو د تعلیم او کار پر حقونو لګول شوي بندیزونه وغندل شول او د هغو د لیري کېدو غوښتنه وشوه.

ارشیف: په کابل کې یو وسله‌وال طالب یوې معترضې ښځې ته وسله نیولې
ارشیف: په کابل کې یو وسله‌وال طالب یوې معترضې ښځې ته وسله نیولې

په دې لاریون کې چې د پي‌ټي‌ایم په نوښت رابلل شوی و، ګډونوالو یې له طالبانو وغوښتل چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه سمدستي لیرې کړي.

د دې لاریون یوه تنظیمونکي امین باوري ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ګډونوالو په یوه اواز په افغانستان کې په اوسنیو واکمنانو غږ وکړ چې، د ښځو د حقوقو، د هغو چې خدای رسول او قران عظیم شان هغوی ته ورکړي، له هغو حقوقو څخه بې‌برخې نه‌کړي او دغه خپل شاته پاتې فکر لیرې او دا حقوق دوی ته ورکړي."

د ښځو د حقوقو، د هغو چې خدای رسول او قران عظیم شان هغوی ته ورکړي

د دې لاریون ګډونوالو همدارنګه له اروپایي ټولنې او نړیوالوهم وغوښتل چې د افغانستان پر نویو واکمنانو فشار راوړي چې د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په عین حال کې د ملګروملتونو ښوونیزه، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو ګډون کابو شل چنده زیات شوی و خو نن ورځ دوی اجازه نه‌لري چې په هېواد کې لوړې زده‌کړې وکړي چې دا د منلو وړ نه‌ده.

دې ادارې دغه څرګندونې د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون په یوه ټویټ کې کړي او غوښتنه یې کړې چې راځئ له دې ورځې سره یو ځای شو او په لوړ غږ او واضح دا خبره وکړو چې پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي.

یونسکو ویلي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۱ کال پنځه زره نجونې د لوړو زده‌کړو په مؤسسو کې شاملې وې او دا شمېره په ۲۰۲۱ کال چې په دوبي کې یې بیا طالبان واک ته ورسېدل، ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلې وه خو روان ۲۰۲۳ کال د لوړو زده‌کړو په مؤسسو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی.

دې ادارې ویلي چې، د زده‌کړې سږنۍ نړیواله ورځ یې چې سبا د جنوري ۲۴مه ده، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې موضوع ته ځانګړې کړې ترڅو د نړیوالو پام دغې ستونزې ته راجلب کړي.

په افغانستان کې ښځې یوازې نه‌دي، بلکې د هغوی مبارزه نړیواله مبارزه ده.

په عین حال کې د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې یوازې نه‌دي، بلکې د هغوی مبارزه نړیواله ده.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې افغانستان ته له سفر وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد پر څرګندونو تمرکز کړی چې ویلي یې دي، دا ډېره مهمه ده چې د افغان نجونو او ښځو چې له تر ټولو تیاره وخت سره مخامخې دي، سمدستي ملاتړ وشي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالو له زیاتېدونکو غوښتنو سره سره، تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه‌دی راغلی او طالب چارواکو تل دغه پرېکړې له اسلامي اصولو او افغاني دود سره سمې بللې دي.

اړوند مطالب