شاته

لشکري ریساني:دپاکستان اسټیبلشمنټ دبلوچستان سياسي ګوندونه شل کړي دي

دبلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې راجوړې شوې یوې مهمې غونډې ته دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو،مدني فعالانو اؤ دبشري حقونو مدافعینو دپاکستان مخکینۍ اؤ اوسنۍ داخلې اؤ خارجه تګلارې ناکامې بللې دي اؤ وایي هم دا پالیسۍ پاکستان کې دموجودو ستونزو لامل ګرځېدلې دي.

پخواني سینیټر نواب زاده لشکري رئيساني ویلي بلوچستان سره له ډېري مودې راهسې د یوې کالونۍ په څیر چلند کېږي اؤ ددې ځای سياسي ګوندونه د پاکستان د اسټېبليشمنټ له لوري شل کړل شوي دي.

د شنبې په ورځ په کوټه کې د نېشنل ډايلاګ آن ري ایمیجننګ اف پاکستان یا د “د پاکستان د بیا تصور په اړه ملکي ډايلوګ” په نامه راجوړې شوې دې یو ورځنۍ غونډه کې د پاکستان د مرکزی کچې دبېلا بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو، د لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظيم غړو، اقتصاد پوهانو، مدني فعالانو او وکیلانو ګډون درلود۔

دغونډي کډونوالو د پاکستان پر کورنيو او بهرنيو ستونزو او ناکاميو بحث وکړ او د پاکستان مخکېنۍ او اوسنۍ کورنۍ او بهرنۍ تکلارې يې ناکامه او د ملک د ستونزو بنياد و بللې-

د بلوچستان پیس فورم د نظارت لاندې ددې غونډې جوړونکي پخواني سینیټر نواب زاده لشکري ريساني ویلي ددې غونډې موخه په پاکستان او په خاصه توګه په بلوچستان کې د نا ارامۍ او سیاسي مسلو لاملونه په ګوته کول او د هغې د حل لاره لټول دي.

"خاص مقصد مو دا دی چې د بلوچستان هغه مشکلات چې نه دي حل شويو له دې ځایه یې حل کړو، په ټولو صوبو کې، پنجاب، سيند، خېبر پښتونخوا او بيا تر اسلام اباد پوري دا ږغ ورسوو تر څو قانون جوړونکي او واک داران مو ږغ واوري"

دهغه وینا وه "له بلوچستان سره له ډېري مودې د یوې کالونۍ په څیر چلند کېږي، ددې ځای سياسي ګوندونه د پاکستان د اسټېبليشمنټ له لوري شل کړل شوي دي، د بلوچستان خاص ستونزي نه هوارېږي، موږ فکر کوو چې په نور پاکستان کې هم خاص دغه حالت دی، د دې لپاره مو له کوټې څخه پیل وکړ"

د غونډې دبرخه والو وینا وه چې د ملک ايین او پارليمان بالادست تسليمول، اساسي قانون په رښتيني شکل کې عملي کول لومړي ګامونه دي چې لا هم په پوره او ازاده توګه نه دي اخيستل شوي-

د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ن ګوند سنېر مرستیال مشر شاهد خاقان عباسي دې غونډې ته خپله وینا کې ویلي د ملک او صوبو د هر اړخېزه مسلو د جاج او حل موندنې لپاره يو ګام اخستل د وخت ضرورت ؤ چې دوی پېل کړ-

هغه وویل"په پاکستان کې نه قامي اسمبلۍ، نه سینټ او نه هم ایالتي اسمبلیانو د ولس ریښتونی استازيتوب کړی او نه يې ستونزې حل کړ‎ې ، ځکه مو د داسې فورم جوړلو اړتيا وګڼله او د ټولو سياسي ګوندونو د غړو په ملتيا مو دا ګام اخستی، تر څو د دې حل و لټوو"

د پاکستان پخواني د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي پاکستان دا وخت یوازي له سیاسي بحران سره نه بلکې له سخت مالي بحران سره مخ دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې مفتاح اسماعیل وویل"پر نړیواله کچه ګراني زياته شوې، د سود کچه لوړه شوې، او بل پاکستان د خپلو قرضو ادا کولو له وجې له ډېر مالي بحران سره مخ دی.

"د کرنسۍ جلا جلا بیعې مو ايښي، له ایي ایم ایف سره مو بیا معاهده وکړه، نو څه پر نړېواله کچه حالات خراب وو، څه د پاکستان خپل مسايل وؤ، څه ميس منجمنټ، دا درې واړه سره یوځای شول او ملک له بحران سره مخ شو"

هغه وایي بلوچستان ته نهه فیصده د این ایف سي ایوارډ روپۍ ورکول کېږي چې د بلوچستان تر ابادۍ زیاتې دي

د غونډې ګډونوال اؤ شنونکی رفیع الله کاکړ د بلوچستان او د پاکستان د ستونزو لوی لامل هغه سياستمداران بولي چې تر نظرياتي سياسي اصولو تېر او د شخصي ګټو لپاره خپله وفا او سياسي لاره بدلوي-

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي " ددې صوبې تاریخ دی چې دلته د انتخاب وړ خلکو یوه خاص ټولنه ده کومو سره چې د ریاست ملاتړ دی، د دوی د سیاست موډل دادی چې هرپينځه یا لس کاله وروسته وفادارۍ بدلوي، له یو ګوند څخه بل تل تګ کوي، د سیاسیانو دغه ډله خپله د مسلې برخه دي"-“

په غونډه کې شريک د لادرکه بلوڅانو دتنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز غړو او د ګوادر د اولسي تحريک (ګوادر کو حق دو) غړو مدني او سياسي فعالانو ياده غونډه ښه ګام وبللو او و يي غوښتل چې ياده غونډه دې د پخوانيو سياسي او حکومتي غونډو په څېر تش د رسنيو تر بيانونو او کاغذونو نه پاتې کېږي او تر وروستي پړاو دې عملي ګامونه واخلي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00