شاته

د کرونا د محدودیتونو له کمېدو وروسته چینایان نوی کال نمانځي

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چینایان نن یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغي دوهمه) د نوي سپوږمیز یا قمري کال پیل نمانځي. په چین کې د کرونا د محدودیتونو په کمېدو چینایانو د نوي کال په مناسبت د سفرونو او خپلوانو د لیدنو تابیا په داسې حال کې کړې چې په دغه هېواد کې لا هم د کرونا د ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې دي.

دا سپومیز کال د سوی کال بلل شوی دی. دوکانونه د سوی د کال په مناسبتي کیکونو او کلچو او لاسي صنایعو ډک شویدي. آسیایان دغه مناسبت د کورنیو سره په یوځای کېدو او ډول ډول خوراکونو نمانځي.

د ټوکرانو صنعتګر رین شوي، وايي: "اوږده غوږنه د ډېرو پیسو ګټلو تعبیر لري. دا ټول کوچني سویان همدا هیله لري. هیله من دي چې په نوي کال کې د خلکو راتلونکې روښانه او خوشحاله وي."

د شانګهای موزیم د سویانو اړوندو آثارو او د سویانو په هکله یو نندارتون هم پرانیستی دی.

د سپوږمیز کال د پیل مناسبت د چینایانو د سفرونو تر ټولو بوخت وخت دی. خو سږ کال په دې مناسبت د چین د حکومت لخوا د کرونا د محدودیتونو لیري کولو سفرونه تر بل هر وخت زیات کړیدي.

په لیرو پرتو سیمو کې د کرونا د ویروس د ډېرې خپرېدا اټکل کېږي. خو د چین روغتیايي مسئولین فکر کوي چي د کرونا له امله د جدي ناروغانو شمېرې دامهال هم زیاتې دي.

د بېړني روغتیايي غبرګون مشر، ګو ینګهونګ، وویل: "د کرونا د ناروغانو طبي درملنه په ټولیز ډول منظمه او سمه روانه ده او خدمات د پلان له مخې وړاندې کېږي. موږ د هیواد او ولایتونو په کچه د درو لویو څپو څخه تېر شوي یو. دا درې څپې د تبې د زیاتېدو پر کلینیکونو، پر بېړنیو کلینیکونو او په ولایتونو کې د ترینګلو حالاتو د ناروغانو وې."

داسې معلومېږي چې سږ کال ډېر چینایان بهر سفرونه کوي. که څه هم دا شمېرې به د پخوانیو شمېرو یوه برخه وي، خو د تایلند په څېر هیوادونو ته به ډېر خلک سفر وکړي.

چینايي ګرځندویه، لینډا وايي: "دا یې پیل دی ځکه ډېر چینایان تایلند ته سفر نه کوي، او دا ځکه چې د پسرلي جشن تازه پیلېدونکی دی، تر رخصیتو وروسته به دلته ډېر نور چینایان راشي."

د سفرونو دا چینایي تنظیموونکي وايي چې د بهرنیو سفرونو لېوالتیا ورو ورو بیرته خپل پخواني حالت ته راګرځي.

د سفري خدمتونو تنظیموونکې، جیا جیانکیانګ، وايي: "مخکې به سل سلنه پېرودونکو د کور دننه سفرونو په هکله معلومات غوښتل خو اوس تر ۵۰ سلنه زیات د بهرنیو سفرونو په هکله پوښتنه کوي. ځکه موږ ته رامعلومېږي چې بهرنیو سفرونو ته د پېرودونکو لېوالتیا هر وخت موجوده وه او اوس په چټکۍ بیرته خپل پخواني حالت ته راګرځي."

خو د سیمې د هغو هیوادونو لپاره چې د نوي سپوږمیز کال په مناسبت د چینايي ګرځندویانو د لګښتونو څخه ګټمن کېږي، به ډېر ژر نه وي.