شاته

تېرکال د 'افغانانو په ګډون ۳۳۰زره کډوال اروپا' ته داخل شوي

اروپايی ټولنه وايي په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۳۳۰ زره کسان ددغه ټولنې له سرحدونو په غیرمنظم ډول وراوښتي. دا شمېره د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي او په میلیونونو هغه اوکراینیان پکې ندي شامل چې پر اوکراین د روسيې له یرغل وروسته مجبور شوي چې اروپا ته پناه یوسي.

د اروپا د پولو او ساحلونو د ساتنې اداره وايي، له نورو ملکونو څخه د راغلو پناه غوښتونکو د شمېر زیاتوالي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي او وېره یې ښودلې چې ښايي د مهاجرینو دا شمیر به راتلونکي کې نور هم زیات شي.

په غیر قانوني لارو باندې اروپا ته د تللو کډوالو نیمايي د افغانستان سوريي او تونس اتباع دي. له دې برسېره د مصر، بنګله دیش او نایجیر نه راغلي مهاجرین هم پکې شامل دي. د مهاجرت د پالیسیو د نړیوال مرکز غړی، مارټن هوفمن، وايي، د امنیتي مشکلاتو او اقتصادي ستونزو له کبله د دغو هیوادونو وضعیت ډیر خراب شویدی.

د لویدیځ بالکان هیوادونو او ایټالیا ته د مرکزي مدیترانې سرحدونه اروپا ته د دغو غیر قانوني مهاجرینو د تګ سترې لارې بلل کیږي.

د ایټالیا دولت تیره میاشت د پناه غوښتونکو دپاره یو نوی قانون تصویب کړ چې د بې پولې ډاکټرانو په وینا، دغه نوی قانون به د اوبو له لارې د راتلونکو مهاجرینو ژوند له نورو خطرونو سره مخ کړي.

یونان هم د مهاجرینو د ژغورونکو ادارو په مقابل کې سخت دریځ غوره کړیدی. د اروپايي اصلاحاتو د مرکز څیړونکی کمینو مورټيره مارټینز وايي چې د اوکراین جګړې د نورو ملکونو په دریځونو کې سختي راوستې ده.

هغه وویل: "په اروپا کې دا وخت دا فکر عام دی چې سمه ده چې موږ به د خپلو ګاونډیو ملکونو له حالاتو مجبورو خلکو ته باید پناه ورکړو خو د نورې نړۍ مهاجرین ولې قبول کړو."

په اوکراین د روسیی د یرغل نه وروسته نږدې ۱۳ میلیونه اوکرایني مهاجرین اروپايي هیوادونو ته داخل شویدي. له اروپا څخه اورکراین ته نږدې ۱۰ میلیونه اوښتنې هم ثبت شوي دي.

مارټین هوفمن وویل: "موږ وینو چې روسیې د خلکو کورونه هدف ګرځولي خو بیا هم دومره خلک بې کوره شوي نه دي. خو د اوکراین د خلکو میړانه او د دوی اقتصادي ځواک د ډیرو د بې کوره کیدو مخه نیولې. خو داسې ځایونه شته چې خلک ېې دومره توان نه لري نو احتمال شته چې دوی د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شي."

اروپا ته راغلي اوکرایني مهاجرین ورځ تر بلې د اروپا په اقتصاد او کاروباري چارو کې ورګډیږي.

په عین حال کې اروپا په بیلاروس تور لګوي چې دوی قصداً د کال ۲۰۲۱ نه راپدېخوا په دولتي سویه د مهاجرت د یو بحران د را منځته کولو هڅه کوي. په بیلاروس تور دی چي د پولنډ په پوله د مهاجرینو اوښتو ته خلک هڅوي.

د اروپايي اصلاحاتو د مرکز څېړونکې کمینو مورټيره مارټینز وویل: " روسېې منځني ختيځ او شمالي افریقا نه د بیلاروس په لور پروازونه زیات کړیدي ترڅو خلک د اروپا پولې ته رانیزدې کړي او بیا دلته یو بل بحران را ایجاد کړي."

ویل کیږي چې د فبروري په میاشت کې اروپايي ټولنه د مهاجرینو په مسئله یو کانفرانس جوړوي. خو څارونکي وايي چې د اروپايي ټولنې د غړو ملکونو ترمنځ د نظرونو اختلاف موجود دی او مشکله ده چې یوې ګډې فیصلې ته ورسیږي.