شاته

کالفیورنیا کې د نوي قمري کال په مراسمو وسله وال برید کې ۱۰ تنه وژل شوي 

د امریکا د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې پولیس وايي چې د لاس انجلس د ښار په ۱۳ کیلو میترۍ کې په یوې سیمې کې د نوي قمري کال د نمانځونکو په مراسمو ډزې شوي او لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

پولیسو نن یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) وویل چې پېښه تېره شپه په هغې سیمې کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي یې د ختیځې اسیا خلک [چینایان] دي. نوي قمري کال په ختیځې اسیا کې نمانځل کېږي او په چین کې دا لوی مناسبت بلل کېږي.

برید د مونټري په نامه پارک په یو نڅا ځای کې شوی دی. د عیني شاهدانو په وینا بریدګر په نیمه اتوماتیک وسلې ډزې کړې.

د لاس انجلس د پولیو د څانګې کپتان اندریو مایرس وویل چې د دغې پېښې په اړه پولیسو ته د شپې په ۱۰:۲۰ باندې عاجل زنګ ووهل شو او «پولیس افسرانو سیمې ته ځانونه ورسول او اضافي قربانیان یې ځای په ځای کړل.»

د هغه په خبره د مونټري پارک د اطفایې څانګه هم ورسېده، د زخمیانو درملنه یې وکړه او اعلان یې وکړ چې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د پولیسو دغه مشر وايي چې لس تنه نور شدید زخمیان دي چې روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي او «بریدګر له سیمې څخه تښتېدلی او لا هم فراري دی».

پولیسو د مشکوک بریدګر مشخصات اعلان کړي نه دي‌ او نه یې هم ویلي دي چې هغه له کوم ډول وسلې څخه کار اخیستی دی. د مونتري پارک سیمه د لاس انجلس په ۱۳ کیلو مېترۍ کې ده چې ۶۱۰۰۰ اوسېدونکي لري چې اکثریت یې د ختیځې اسیا وګړي دي او یا اسیايي-امریکايان دي.

د سیمې یو اوسېدونکي ونګ وی لاس انجلس ټایمز ته ویلي دي چې ملګری یې په تشناب کې و او څنګه چې راووت ویې لیدل چې بریدګر په هر چا ډزې کوي. دی وايي‌ چې ملګري یې د دریو کسانو مړي لیدلي دي چې یو یې د دغه کلب خاوند و او دوې یې ښځې وې.

د پېښې ځای ته نژدې د یو بل رستورانت مالک سیونګ ون چاو ویلي دي چې درې کسان د هغه رستورانت ته وتښتېدل او د پناه غوښتنه یې وکړه. د دغه رستورانت مالک وايي دغو کسانو ورته ویلي دي‌ چې د بریدګر په لاس کې اتوماتیک وسله وه او هر ځل به یې چې مرمۍ خلاصې شوې، بیا به یې ټوپک له مرمیو ډک او ډزې پیل کړې.

د فرانس پرس اژانس د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې زرګونه کسان دلته د نوي قمري کال د نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د پولیسو مشر مایر ویلي دي چې دوی لا نپوهېږي چې بریدګر پوهېده چې په چا ډزې کوي او که یې هسې دا ځای په نښه کړی و. هغه خبریالانو ته وویل: «موږ به هر اړخ څېړو. افسران به امنیتي کیمرې هم ګوري. اوس په تحقیقاتو کې له وخت څخه لږ مخکې دی چې ووایو دا پېښه د نفرت زېږنده ده که نه؟»

په متحدو ایالتونو کې د وسلو لرل یو لوی بحث دی او لویه ستونزه بلل کېږي. د وسلو له کبله د خشونت د پېښو ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس تېرکال په متحدو ایالتونو کې ۶۴۷ وسله وال بریدونه شوي چې په هره پېښه کې څلور یا تر څلور ډېر کسان وېشتل شوي او یا وژل شوي دي.

د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا کې د وسلو سره د تړلیو پېښو له کبله ۴۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې څه باندې نیمایي یې د ځان وژنې پېښې وې.

د فرانس پرس د راپور په اساس په امریکا کې په هرو دریو بالغو کسانو کې یې یو وسله لري او په هرو دوو بالغو کسانو کې یې یو په داسې کور کې ژوند کوي چې وسله په کې شته.