شاته

د پښتونخوا لنډمهاله وزیراعلا اعظم خان څوک دی اؤ د صوبې د حقونو لپاره د څه کولو اراده لري؟

دخېبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي لنډ مهاله وزیراعلا ښاغلي اعظم خان دخپل منصب سمبالولو وروسته ویلي صوبه کې دامنیت ستونزه شته خو دده حکومت به هڅه وکړي چې دصوبې امن پرځائ وساتي.

دخالي په ورځ دګورنر په لاس دخپل منصب دسوګند اخستو وروسته رسنیو سره پخپلو لنډو خبرو کې نوي وزیراعلا ویلي دی به دخپلې واکمنۍ په موده کې د مرکز سره دخیبر پښتونخوا دبقایاجاتو،این ایف سي ایوارډ کې دصوبې دبرخې، این ایچ پي اؤ دضم شوؤ قبایلي ضلعو دپنګو ستونزې هم راپورته کوي.

د85کلن پخواني بیورو کریټ اعظم خان تعلق دچارسدې دپړانګو سیمې سره دی اؤ هغه دخېبر پښتونخوا دګڼو مهمو سیاسي شخصیاتو سره نزدې خپلوۍ اؤ راشه درشه لري.

په کراچۍ کې میشت دپښتو وتلی شاعر اؤ نقاد قیصر اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي،اعظم خان یو پښتو پاله شخصیت دی چې په عین حال کې دپښتو ادبي بورډ په نوم دیوې علمي ادارې مشري هم پغاړه لري اؤ د"تاتره" په نوم دپښتو یوه رساله یا مجله هم خپروي .

هغه هیله ښایي چې داعظم خان د واکمنۍ په دور کې به دغوره واکمنۍ ترڅنګ دپښتو ژبې،ادب اؤ کلتور ودې ته هم خاص پاملرنه وشي.

دنګران وزیراعلا په توګه داعظم خان په نوم اوړمه ورځ دصوبې پخوانی وزیراعلا محمود اؤ داپوزیشن مشر اکرام دراني خپلو کې سلا شوي وؤ اؤ ګورنر یې سپارښتنه کړې وه چې اعظم خان باید نګران وزیراعلا وټاکل شي چې په دغه سپارښتنه ګورنر دجمعې په ورځ لاسلیک کړی ؤ اؤ دپرون دخالي په ورځ اعظم خان دخپل منصب سوګند واخستو.

خپلو لنډو خبرو کې ښاغلي اعظم خان ویلي ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده خو دهغه هڅه به دا وي چې ترڅو نوی حکومت نه وي جوړ شوی نو چې تر هغې په غوره اؤ غیر متنازعه توګه حکومتي چارې پر مخکې یوسي.

اعظم خان څوک دی؟

اعظم خان تر دې وړاندې دخیبر پښتونخوا دچیف سیکرټري اؤ په ګڼو نورو مهمو سرکاري عهدو خپلې ذمه وارۍ سرته رسولي دي اؤ د ریټایرمنټ نه وروسته یې دا مهال یې د پښتو ژبې د ودې لپاره دیو قایم یو غیرسرکاري سازمان پښتو ادبي بورډ دمشر په توګه خپلې ذمه وارۍ سرته رسولې.

هغه دپېښور پوهنتون نه د ایل ایل بي کولو وروسته دلنکنګ کا کالج نه دبیرسټرۍ ډګري ترلاسه کړې وه خو ترهغې وروسته یې بیا دسول سروس ازموینه پاس کړې وه اؤ ډسټرکټ منیجمنټ ګروپ یا ضلعي انتظامي ډله کې ګډون اختیار کړی ؤ.

دهغه یو بل ورور ښاغلی عباس خان دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر سرلښکر یا ایي جي هم پاتې شوی .

نوموړی دملت پاله سیاسي ګوند قومي وطن پارټۍ دمشر افتاب احمدخان شیرپاؤ ،دپاکستان دپخواني پوځي واکمن ایوب خان(مرحوم) دعوامي نیشنل ګوند د وتلي مشر حاجي غلام احمد بلور،د مسلم لیګ نواز ګوند دپخواني پارلیماني غړي خانزاده تاج،دپخواني وزیر خواجه محمد خان هوتي اؤ دپنجاب دپخواني داخله وزیر شجاع خانزاده سره نزدې خپلوۍ لري.

اعظم خان پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي کله چې هغه په کال1975-74 کې دایبټ اباد د ډپټي کمشنر په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې نو په هغه مهال یې هریپور کې بندي دخدایي خدمتګار تحریک دمشر باچا خان سره هم لیدلي وؤ اؤ حکومت ته یې خواست کړی ؤ چې هغه ته داسانۍ ورکولو په خاطر باید هغه له هریپوره دایبټ اباد یو میلمستون ته منتقل کړي.

اعظم خان وایي دباچا خان په هکله پخپله خاطره کې زیاتوي کله چې یې باچا خان دایبټ اباد میلمستون ته منتقل کړو نو دهغه ورسره دیو بل ملګري شاد محمد میږي لپاره یې فروټ ور ولیږل خو وایي باچا خان له هغې فروټو یا میوې یوازې دوه کیلې،دوه مڼې اؤ دوه مالټې واخستې اؤ وي ویل" مونږ دوه کسان یو، په دې میوه مو کار کیږي دا نوره میوه باید دوکاندار ته واپس کړل شي اؤ داپیسې دې په سرکاري خزانه کې جمع کړل شي"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې واورو لارې بند کړي خو د پوليو کمپين روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00